د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغانستان او امریکا اړیکې په ښه کېدو دي”




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ګل پر ورځ په کابل کې دلیدو پرمهال کې هڅه وکړه چې؛ د کابل او واشنګټن تر منځ په اړیکو کې وروستۍ کړکیچ کم کړي.

ولسمشر حامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل؛ له جان کېري سره يې په کتنه کې د دوه اړخیزو مسالو، د افغان سولي بهیر د پروسې، راتلونکو انتخاباتو او د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو په اړه چې په دې ورستیو کې یو څه کړکیچنې شوې، خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي وویل، په نژدې راتلونکې کې به قطر ته لاړ شي او هلته به د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانستلو په اړه له قطري چارواکو سره وغږیږی.

خو ولسمشر کرزي وویل چې، د سولې په بهیر کې به د هغو لاسته راوړنو په اړه جوړجاړی ونه کړي چې په تیرو لسو کې افغانستان لرلي دي.

"افغانستان په خپل ټول وس او توان سره هڅه کوي چې؛ په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانستنه د سولې د پروسې، د افغانستان د ملي یووالي، امنیت او دوامداره سولې په خیر تمام شي. خو افغانستان به له هغو ټولو لاسته راوړنو چې په تیرو لسو کلونو کې يې لرلي په ټول وس او توان سره دفاع وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل؛ هیواد يې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او پوهیږي چې، جګړه او تاوتریخوالي د بحران د حل لاره نه ده. د جان کېري په وینا د افغانستان مسله باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

"موږ هم د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوو. په دې درک کولو سره چې په ډاډه توګه د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او د یوه واحد او خپلواک افغانستان لپاره جوړجاړۍ غوره لاره ده.

له همدې امله زه خوښ یم چې، ولسمشر کرزي یو ځل بیا د قطر د هڅو په اړه خپله ژمنه تازه کړه او په خپله دوحا ته ځي چې د مختلفو مسالو په اړه خبرې وکړي."

جان کېري وویل، مننه کوي چې ولسمشر کرزۍ په افغانستان کې د امریکا ځاني او مالي تاوانونه ستايي او ورڅخه سترګې نه پټوي.

افغان ولسمشر د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه هم خبرې وکړې او وویل چې، په تیرو انتخاباتو کې يې له جان کېري سره یو څه خبرې درلودې خو هیله مند دی چې راتلونکې انتخابات به دافغانستان د خلکو له خوښې سره سم ترسره شي.

"هیله مند یو چې په هیڅ عنوان سره د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو تجربه تکرار نشي . د ۲۰۱۴ کال راتلونکې انتخابات باید ښه، شفاف، افغاني او د افغانانو لخوا وشي او راتلونکې انتخابات افغانستان ته نوي مشروعیت وروبخښي او نوي ولسمشر په کې وټاکل شي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر هم ټنیګار وکړ چې، هیواد يې په افغانستان کې دداسې انتخاباتو غوښتونکی او ملاتړي دی چې؛ د دې هیواد د خلکو له خوښې سره سم وي.

"جناب ولسمشر! زه فکر کوم چې، تاسو د یوه مهم میراث د پریښودو درشل کې یاست. تاسو په سختو حالاتو کې د افغانستان مشري وکړه. اوس هم ستونزې او چیلنجونه موجود دي. د دې انتخاباتو په اړه ستاسو ژمنه تاریخي ده. که موږ په ګډه کار وکړو، لکه چې کوو، يې په هغه طرحه کې چې تاسو تشریح کړه زما په نظر مخته لاره مو هواره او ګټوره ده."

ولسمشر کرزي له جان کېري سره په دې خبري کانفرانس کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم وګڼه او ټینګار يې وکړ چې، تروریزم په افغانستان کې نه بلکې له پولې اغاړه خوندي دی او هلته ځالې او ملاتړ لري.
XS
SM
MD
LG