رابعه اکرم مشال راډيو
اسلام آباد:- د پاکستان لنډمهاله یا نګران وزيراعظم جسټس ريټائرډ مير هزار خان کوسو چې د بلوچستان د جعفر اباد ضلعې د ګوټ اعظم خان کوسه سره تعلق لري، په ديرشم ستمبر کال ١٩٢٩ کې زيږدلی دی.
څلور اتيه کلن لنډ مهاله وزيراعظم سند پوهنتون نه د څوارلسم او کراچۍ پوهنتون نه يې د ايل ايل بي (وکالت) ډګري ترلاسه کړيده.
نوموړې د خپل عملي ژوند اغاز ١٩٥٧م کال د وکيل په توګه وکړو اوله هغه پس يې په ١٩٨٠م کال کې د سپريم کورټ وکيل په حيث خپله دنده شروع کړه.
دغه رنګ په ١٩٧٧ م کال کې د بلوچستان های کورټ جج وټاکل شو او ١٩٨٩م کال کې بلوچستان های کورټ چيف جسټس جوړ کړل شو.
جسټس ريټاریېرډ کوسو دوه ځلي د بلوچستان د ګورنر په توګه ګمارل شوی دی. يو ځلې په ١٩٩٠م کال او په دويم ځل په ١٩٩١ م کال ګورنر جوړ کړل شو.
د بلوچستان های کورټ چيف جسټس په حيث موده پوره کيدو ورستو نوموړی د لږ خت لپاره د وفاقي شرعي عدالت جج جوړ وتاکل شو او د نواز شريف په دور کې د وفاقي شرعي عدالت د چيف جسټس په حيث يې لوړه وکړه چې تر ١٩٩٤م کال پورې یې خپله دنده جاري وساتله.
جسټس ريټائرډ مير هزار خان کوسو لنډ مهاله وزيراعظم منتخب کيدو نه مخکې د بلوچستان صوبايې زکات کونسل چئرمين په چوکې کار کولو.
د ذکر وړ ده چې جسټس ريټائرډ مير هزار خان کوسو د ملکي تاريخ شپږم لنډ مهاله وزيراعظم دۍ ، له ده مخکې د لنډ مهاله وزيراعظم په چوکۍ غلام مصطفى جتويي، بلخ شير مزاري ، معين قريشي، ملک معراج خالد او محمد ميا سومرو پاته شوي دي.