د لاسرسي ځای

تازه خبر

بګرام زندان افغان حکومت ته وسپارل شو



افغانستان: د دفاع وزیر بسم الله خان او د افغانستان د لېږد همغاړي کونکي کمیشن مشر اشرف غني احمدزی د باګرام زندان افغان حکومت ته د سپارلو مراسمو کې ګډون ته ورران دی. ۲۵مار۲۰۱۳
افغانستان: د دفاع وزیر بسم الله خان او د افغانستان د لېږد همغاړي کونکي کمیشن مشر اشرف غني احمدزی د باګرام زندان افغان حکومت ته د سپارلو مراسمو کې ګډون ته ورران دی. ۲۵مار۲۰۱۳


افغان چارواکو د بګرام زندان د بشپړ مسوولیت تر لاسه کول د افغانستان د ملي حاکمیت یوه مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په ساتنه کې به یې ټول نړېوال معیارونه په پام کې ونیسي.


د بګرام زندان بشپړ مسوولیت د بګرام په هوایی ډګر کې په ځانګړو مراسمو کې د دوشنبې پر ورځ له امریکایي ځواکونو څخه افغان حکومت ته وسپارل شو.

د افغانستان دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي وویل، چې افغان ځواکونه د دې زندان د ساتلو پوره توان لري او هیڅ ډول ستونزه به په دې برخه کې رامنځ ته نه شي:

"موږ د دې مسوولیت د تر لاسه کولو لپاره له مخکې نه تیاری نیولی، د ملي دفاع وزارت ځان ژمن بولي، چې د نړېوالو معیارونو سره سم او د بشري حقوقو په رعایتولو له بندیانو سره چلند وکړي.

زه د دفاع د وزیر په توګه ډاډ ورکوم، چې له بندیانو څخه به په ښه او منظم ډول ساتنه کوو."

افغان حکومت ته د بګرام زندان د بشپړ مسوولیت سپارل په تیر یوه کال کې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ په یوه جدي ناندرۍ او بحث بدل شوی وو.

امریکا اندیښنه لري، چې ښایې یو شمېر هغه کسان له دې زندان څخه ازاد کړای شي، چې مهم طالبان دي او یو ځل بیا به د دوی پر ضد ودریږي.

د دفاع وزارت چارواکو وویل، په یوه اونۍ کې به کم شمېر بندیان چې په بګرام کې له امریکایی ځواکونو سره دي ټول دوی ته وسپارل شي.

د بګرام زندان څلور زره تنه بندیان په تیر یوه کال کې افغان حکومت ته سپارل شوي، چې تراوسه یې دیارلس سوه او شپږ اویا تنه ازاد شوي دی.

که څه هم د بګرام زندان ټول افغان زندانیان به د افغاسنان حکومت ته وسپارل شي خو دې حکومت له امریکايي چارواکو سره منلې چې په دې زندان کې شاوخوا پنځوس بهرنيان به له امریکایانو سره پاتې کیږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ په دې مراسموکې وویل چې افغان حکومت ته د بګرام زندان سپارل د افغانستان د ملي حاکمیت ښکارندوی دی.

ده وویل چې افغان حکومت دا وړتیا په ډیرۍ قربانۍ او هلو ځلو ترلاسه کړي دي:

"په تیره یوه لسیزه کې افغانستان نه یوازې په امنیتی برخه کې بلکې د ژوند په نورو برخوکې یې هم د پام وړ پرمختګونه کړي.

نن ډیرشمیر افغانان روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی لري،ټولې دا لاس ته راوړنې د هغۍ قربانۍ نتیجه ده چې مونږ ورکړې ده.

اوس مهال د امنیتي مسوولیتونو یوه برخه افغان ځوانانو ترلاسه کړې دا لاس ته راوړنې او د امنیتی مسوولیتونو انتقال د ملي اردو او پولیسو له قربانیو پرته امکان نه درلود."

په عین حال کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل چې د بګرام زندان د مسوولیت ترلاسه کول د ولسمشرکرزي له اساسي غوښتنو او د افغانستان لپاره ډیره مهمه مساله ده.

ډاکټر احمدزي څرګنده کړه چې افغانستان د امریکا په ګډون له هرهیواد سره د یوه خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي هیواد په توګه معامله او خبرې کوي:

"د بګرام زندان د مسوولیتونو له انتقال سره امریکایی چارواکو زمونږ د قانون حاکمیت منلی چې دا زمونږ د راتلونکو لسو کلونو یعنی د بدلون د لسیزې د ټینګ بنسټ نښه ده."

د افغانستان د عدلي او قضایی ارګانونو یوشمیر مسوولینوهم په دې مراسموکې ژمنه وکړه چې په بګرام زندان کې به د بندیانو د دوسیو په څیړلوکې ډیرې هلې ځلې وکړې او هڅه به دا وي چې ګناه ګار مجازات او بې ګناه آزاد شي.

ولسمشرکرزي هم له مخکې نه ویلي وو چې د بګرام له زندان څخه به ټول بې ګناه بندیان آزاد شي خو ټینګار یې کړی وو چې قاتلین او هغه کسان چې وسله والې او ځان وژونکې حملې یې کړي هغوی ته به هرو مرو سزا ورکول کیږي.
XS
SM
MD
LG