د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغاني ته ملاله غوره جایزه ورکړل شوه


لومړنۍ ملاله غوره جایزه ترلاسه کونکی عبدالرحيم روغانی
لومړنۍ ملاله غوره جایزه ترلاسه کونکی عبدالرحيم روغانی

نيازاحمدخان مشال راډيو

سوات:- ملاله فاونډېشن د پښتو نامتو شاعر او ادیب عبدالرحیم روغاني ته د هغه د ادبي خدماتو لپاره اېوارډ او نغد انعام پېرزو کړ.


د خیبر پښتونخوا په سېلاني سیمه سوات د ترسره شوې دغه غونډه کې د ملاله فاونډېشن یوه غړي احمدشاه په خپله وينا کې وویل، چې ملاله فاونډيشن يو نړۍ وال تنظيم دی، چې په ټوله نړۍ او پتېره د پاکستان د پښتونو سيمو کې د ماشومانو د تعليم په لړکې کار کوي.

هغه وویل چې د ملالې يوسفزۍ هغه وينا چې ټول ماشومان باید سکولونو ته ولاړ شي د ملاله فانډيشن موخه او مقصد دی. احمدشاه زياته کړه چې ضياء الدين يوسفزي دوی ته په خصوصي توګه ويلي دي چې هر کال به د ملاله فانډيشن تر سیوري لاندې د سوات هغه هنرمندانو يا ټولنو ته ايوارډونه او نقد انعامونه ورکوي چې د خپل قام خدمت کوي. په دغه لړ کې لومړی ايوارډ د سوات اديب او شاعر عبدالرحيم روغاني ته ورکړل شو.

لومړنۍ ملاله غوره جایزه ترلاسه کونکي عبدالرحيم روغاني وویل د دغه جایزې په تر لاسه کولو مننه کوي او ډير خوشاله دۍ چې د ادبي خدماتو ستاينه یې کېږي.

د جایزې د دغه لړۍ شورو کولو په اړه ځايي شاعر او اديب محمد حنيف قيس مشال ريډيو ته وویل، چې دغه د ستاينې خبره ده چې ضياء الدين يوسفزي او ملاله يوسفزۍ له یوه بل هيواده د دوی له پاره د ايوارډ لړۍ شورو کړه او د سوات سره يي خپلې اړيکې و نه شلولې.
يو بل شاعر اديب فضل عظيم عظيم وايي، ملالې يوسفزۍ ته نړۍ لوی درناوې ورکړی او موږ هم دهغې ستاينه کوو ځکه چې هغه يوه بهادره پښتنه ده اودوی د دغه ايوارډ لړۍ په شورو کولو ډير وياړکوي.
XS
SM
MD
LG