د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ځانمرګی، ۱۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي



میرام شا - په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو پاکستانیو سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.


چارواکو د یکشنې په شپې مشال راډیو ته وویل، دا حمله د شنبې پر ماښام د ایشا پر پوستې شوې ده.

استخباراتي چارواکي وايي، ځانمرګي له بارودو ډک ټانکر له پوستې سره وجنګاوه.

د دوی په خبره، امنیتي سرتېرو وسله وال ته د ودرېدو اشاره وکړه چې سمدستي هغه چاودنه وکړه.

چارواکي زیاتوي، په پېښه کې د ژوبل شویو سرتېرو کره شمېر ۴۰ دی، چې په کې د ځینو روغتیايي وضع خرابه ده.

هلته د ابو بصیر په نوم یو کس رسنیو ته ځان د مجاهدین انصار ډلې ویاند په توګه ورپېژندلی دی او د دې حملې پړه یې منلې ده.

ایشا پوسته له میرام شا اووه کیلومیټره لرې پرته ده. دا یوه لویه پوسته ده چې په کې د پاکستان پوځ، ملېشې او خاصه دار ځواک سرتېري مېشت دي.
XS
SM
MD
LG