د لاسرسي ځای

تازه خبر

باګرام زندان په دوشنبه افغانانو ته سپارل کېږي


د باګرام زندان انځور
د باګرام زندان انځور

واشنګټن - امریکا او افغانستان په خپلو کې د باګرام د زندان په اړه یوه توافق ته رسیدلې دي.


د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټاکل شوې د دې زندان مسوولیت چارې د دوشنبې پر ورځ افغان حکومت ته وسپارل شي.

اسوشي اېټډ پریس اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې ویلي، د دې موافقې مهم ټکی دا دی چې افغان لوری به د بندیانو په برخه کې یو داسې بهیر یا عمل کاروي چې له مخې یې خطرناک بندیان نه خوشې کېږي.

د دې چارواکي نوم نه دی ښودل شوی.

پرون د امریکا دفاع وزیر چک هېګل له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. د پینټاګون ویاند جارج لېټل ویلي، د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د ولسمشر کرزي ژمنې هرکلی کړی دی.

کرزي ویلي ول، د دې زندان د سپارلو چارې به داسې ترسره کېږي چې په کې به د افغانستان خلکو او اېتلافي ځواکونو خوندیتوب ډاډمن وي، او خطرناک بندیان به د افغانستان له قانون سره سم په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي.

د باګرام زندان افغانانو ته سپارلو پر موضوع د ولسمشر حامد کرزي حکومت او امریکايي ادارې تر منځ اړیکي هم کړکېچن شوي ول.
XS
SM
MD
LG