د لاسرسي ځای

تازه خبر

میر هزار خان کوسو د پاکستان لنډ مهالی وزیر اعظم شو



اسلام اباد - د پاکستان انتخاباتي کمېشن اعلان کړی دی چې پخوانی قاضي میر هزار خان کوسو به د دې هیواد لنډ مهالی وزیر اعظم وي.


د یکشنبې پر ورځ، په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر وخت د الېکشن کمېشن مشر جسټس رېټایرډ فخر الدین جي ابراهیم وویل دوی تر ډېر بحث وروسته د کوسو نوم منتخب کړی دی.

((پارلېماني کمېټۍ موږ ته څلور نومونه را استولي ول. موږ په ډېره سپینه توګه او په ښکاره ورباندې بحث وکړ او بالاخره موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې موږ د میر هزار خان کوسو نوم منتخب کړ))

تر پارلېماني کمېټۍ مخکې، حکومت او اپوزیشن ګوندونه هم د نګران وزیر اعظم پر نوم سره نه ول سلا شوي.

د پاکستان اساسي قانون تر مخې لنډ مهالی وزیر اعظم به اوس د انتخاباتو عملي کېدو ذمه وار وي.

اساسي قانون وايي، انتخابات باید په ۹۰ ورځو کې دننه وشي.

تر دې مخکې لا د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قامي اسمبلۍ د انتخاباتو نېټه اعلان کړې ده.

د دې اعلان تر مخې انتخابات باید د مې میاشتې پر ۱۱مه وشي.
XS
SM
MD
LG