د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې انتخاباتي کيمپېن پیل، لویې بینرې لګول شوي



سوات - د پاکستان د نورو برخو په څېر په سوات کې هم د صوبايي او قامي اسمبلیو د انتخاباتو له پاره هلې ځلې پیل شوې دي.


په سوات کې سیاستوالو له ولس سره د رابطې له پاره په بېلا بېلو سیمو کې لویې لویې لوحې یا پوسټرونه لګولي دي.

یوه سیمه ییز خبریال شاه اسد علي مشال راډیو ته وویل، د ټاکنو د عمل له پیلېدو سره سم د سیمې سیاستوالانو د سوات پر سړکونو دا لوی لوی پوسټرونه د لکونو روپيو په لګښت لګولي دي چې ورته د سیاسي ګوندونو له خوا ورته ټېکټ ورکړل شي.

د ده په خبره، اوس مهال دا پوسټرې لګول د پاکستان انتخاباتي کمېشن له خوا نا قانونه ځکه دي چې کمېشن په رسمي ډول د کیمپېن پیلولو اعلان نه دی کړی.
یو پخوانی سیاستوال ظفر علي وايي، په ټاکنو کې غریب سړی برخه نه شي اخیستای ځکه چې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ له پاره لږ تر لږه یو کروړ روپۍ او د قامي اسمبلۍ څوکۍ له پاره له دوو تر درو کروړه روپیو پورۍ لګول کېږي، لویې لویې بینرې لګولې کېږي او همدا راز، نور لګښتونه هم راځي.

یو بل سیاستوال ملک خورشید علي وايي، دا دود د پخواني پوځي هیواد مشر جنرال ضیا الحق له وخته پیل شوی دی.

دی وايي، سیاسي ګوندونه هم هغه کس ته ټېکټ ورکوي چې ډېرې پیسې ولري، ګوند ته هم پیسې ورکړي او خپله هم خرچه کولای شي.

ملک خورشید علي دا مهال هڅې کوي چې د یوه ګوند ټېکټ واخلي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له خوا په خپور شوي قانون کې ویل شوي چې له درو فټونو زیات پلن او نهه فوټه اوږدې لوحې یا بینر لګول نا قانونه دي. خو بیا هم په سوات کې له دې لویې لویې بینرې لګول شوې دي.

په دې اړه مو چې د سوات له مرستیال انتظامي مشر کامران رحمانه پوښتنه وکړه نو ده وویل، دوی په دې اړه غونډه بللې وه او ټولو سیاستوالانو ته یې ویلي ول چې دا بینرې او بورډونه لرې کړي که نه حکومت به یې لرې کړي.
خبریال شاه اسد علي وايي، دا بورډونه با اثره کسانو او پخوانیو وزیرانو لګولي دي او د ټاکنو تر کېدو به داسې بورډونه لګول کېږي.

دی زیاتوي، حکومت د دې کسانو پر ضد هیڅ نه شي کولای.
XS
SM
MD
LG