د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تمبو لاندې ستيج ډرامه


جلال اباد: د تيرو څو کلونو راهيسې د نوي لمريز کال د جشن په مناسبت د جلال اباد ښار په سراج العمارت باغ کې د نورو تفريحي بوختياو تر څنګ د تمبوانو لاندې په لويه پرده پښتو فلمونه ښودل کيږي او سرکسونه لګول کيږي، خو سږکال له پيښور نه د ټي وي، فلم او ستيج ډرامو فنکاران جلال اباد ته راغلي ول او د نوي کال په لومړۍ او دويمه ورځ يې هم د تمبوانو لاندې ستيج ډرامې او مزاحيه خاکې وړاندې کړې چې سلګونه تنه يې نندارې ته ورمات وو.


د فنکارانو دغه ډله د تواب سرحدي په مشرۍ کې ننګرهار ته راغلې وه. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې د خلکو له استقبال څخه خوښي څرګنده کړه.

« ډير په ښايسته او ډير ښکلی ډير په چک چک او مستۍ او ګډاګانو دنوي کال ورځ تيريږي لګيا ده او موږ چې هر طرف ته وکتل، عوامو ته مو وکتل په مخونو باندې د خوشحالو يو رونق خور و، لس شل نفره د ستيج مخې ته ګډيدل.»

دوه تنه فنکاران چې د خان او نوکر په خاکه کې يې رول لوبولی وو مشال راډيو ته وويل:

« نوم مې سردارخان مريخي دی. ياره موږ له پيښور نه جلال اباد ته راغلي يو، دې درنو پښتنو ته راغلي يو.نو د دوی خوشحالي کې خپله خوشحالي شريکوو. موږ ته يې ډير زيات عزت راکړی، ستيج شو مو وکړه او د خان او نوکر خاکه مو وړاندې کړه، خلکو ډيره زياته خوښه کړه او انعامونه يې هم راکړل.

زما نوم رحمت الهی دی، زموږ اميد دی چې په څومره خوشحالۍ سره موږ راغلي يو، همداسې په خوشحالۍ واپس لاړ شوو.

ما خو له سندرې سره ډانس وکړو او په خاکه کې مې د خان رول وړاندې کړو.»

يو تن ننداره کوونکي خوشحاله و چې د خپلې خوښې فنکارانو له نيږدې څخه ويني.

« نوم مې سيداګل دی، ما چې نن په جلال اباد کې څه وليدل ډير مزه او ډير خوند يې راکړو، ځکه چې دا خلک ما په فلمونو کې، په ډرامو کې او په سينيماګانو کې ليدلي وو او نن مې چې مخامخ وليدل. زه اميد لرم چې تر دې به هم ښې شوګانې وشي.»

د ننګرهار د افغان فلم مدير خوشحاله و چې د پښتونخوا له فنکارانو سره په ګډه د ننګرهار فنکاران ستيج ډرامه وړاندې کوي.

« د پيښور خلک هم پښتانه خلک دي، زموږ د دې وطن خلک دي، نو په همدې خاطر دوستان دا هيله لري چې دوی هم په تياتري ډرامو کې برخه واخلي چې د موسيقۍ په برخه کې يوازې افغانان دي او د تياتر په برخه کې دواړه مشترک دي.

که چيرته زما زموږ فرهنګ پرمختګ کوي، زموږ کلتور پرمخ ځي، زموږ دا هنر چې له ډيرو ستونزو سره مخ دی، دا پرمختګ کوي او شايقين پيدا کوي، نو موږ خوشحاليږو.»

د يادولو ده چې په ننګرهار کې د ستيج ډرامو ګروپ شته دی چې په ځينو مناسبتونو کې ډرامې نندارې ته وړاندې کوي خو دا لومړی ځل و چې له پيښور څخه فنکار راغلل او د نوي کال په مناسبت يې د تمبوانو يا خيمو لاندې ستيج شو وچلوله چې بيلابيلې خاکې، ډرامې او سندرې يې په کې نندارې ته وړاندې کړې وې.
XS
SM
MD
LG