د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تعلیم سره دښمني پرېږدئ، افغان ولسمشر کرزی


کابل -افغان ولسمشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې په افغانستان او پاکستان کې دې له تعلیم سره دښمني پرېږدي.


نوموړي د شنبې پر ورځ په کابل کې د ۱۳۹۲ هجري شمسي تعلیمي کال پیلولو پر وخت وسله والو ته په اشاره وویل: ((که په پاکستان کې مکاتب بندوئ، او که په افغانستان کې یې بندوئ؛ که یې په پاکستان کې سوځئ، که په افغانستان کې سوځئ؛ که په کندهار کې د مکتب پر بچي، نجلۍ تېزاب پاشئ، که په تخار کې کوشش کوئ چې د مکتب نجونه مسمومې شي؛ او که یې په سوات، باجوړ و وزیرستان کې کوئ؛ دا له انسان سره دښمني ده. له انسانیت سره دښمني ده چې دا داسې هڅه ده چې د دغې سیمې خلک بې وزله، مجبوره او محتاج پاتې شي.))

افغان چارواکي وايي، لا هم په دې هیواد کې شا و خوا ۵۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي.

که په کندهار کې د مکتب پر بچي، نجلۍ تېزاب پاشئ، که په تخار کې کوشش کوئ چې د مکتب نجونه مسمومې شي؛ او که یې په سوات، باجوړ و وزیرستان کې کوئ؛ دا له انسان سره دښمني ده.
ولسمشر حامد کرزی

کرزي همداراز ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به تړلي ښوونځي بیرته پرانیزي.

خو افغان چارواکي له تېرو څو کالونو له هڅو سره، سره په ځینو سیمو کې د ښوونځيو په بیرته پرانستل کیدو نه دي توانېدلي.

افغان چارواکي وايي، د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې وسله والو د ښوونځي نجونه په څو څو ځله بې هوښه کړي دي، هغوی ته ګواښونه کوي چې سکول ته دې نه ځي او پر مخ یې تېزاب هم پاشي.

هلته په پښتونخوا کې هم وسله والو طالبانو د سوات پر ملالې یوسفزۍ د برید پړه منلې وه. پر هغې د حملې لامل د نوموړې له خوا د نجونو تعلیم له پاره مبارزه وه.

خو وسله والو د پښتونخوا او قبایلي سیمو دننه په سلګونه ښوونځي په چوونکو توکو الوزولي او سوځلي دي چې یوازې د نجونو نه، بلکې د هلکانو ښوونځي هم ول.

XS
SM
MD
LG