د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لنډې راتلونکې د افغان میرمنو ویره


فارن پالیسي مجلې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته د ښځو ژوند ته پر ورپیښو خطرو د ایمي فیریس روټمین لیکلی یو راپور خپور کړې دی.

مجله لیکي، په افغانستان کې ښځې اوس پر خپل قسمت غور کوي او ویریږي چې کله په ۲۰۱۴ م کال کې د ناټو په مشرۍ ځواکونه له هیواده وځي نو خوشي شوي ځایونه به طالبان ډک کړي. ښځې خپل کارونه پریږدي او له ولسي ځایونو پر شا کیږي.

د افغانستان د میډیا د ادارې یو مشر مجیب خلوت ګر مجلې ته ویلي، د افغانستان د ۱۱۰۰۰ خبریالانو پینځمه برخه ښځې دي خو اوس په دوي کې ډیرې ښځې خپل کارونه پریږدي. او ډېر خلک فکر کوي چې کیداﺉ شي طالبان بیا راشي.

په افغانستان کې د طالبانو د واک تر رانسکوریدو وروسته ښځو په ډېر کړاؤ د ووټ، زدهکړو، او کار حقونه ترلاسه کړي دي او په تېرو لسو کالونو کې ډېرې پوهه او له حوصلو ډکې ښځې وړاندې راغلي دي د کومو له پاره چې به د طالبانو بیا راتلل یوه بدبختي وي.

د ښځو د حقونو له موضوع افغان ولسمشر حامد کرزۍ هم یوه خله نه دی. د جنورۍ په میاشت کې په جارج ټاؤن یونیورسټۍ کې د یوې وینا په وخت حامدکرزي د ښځو د تعلیم پر اهمیت زور ورکړو خو د مارچ په میاشت کې داسې ښکاره شوه، چې نوموړې د افغانستان د دیني عالمانو دکونسل مرسته کوي د چا په وینا چې ښځې د سړو سره یو شان نه دي.

د پارلیمان غړې فوزیه کوفي مجلې ته ویلي، اوس ښځې پر سړکونو ډېرې کمی په نظر راځي ، له ډېر خطر سره مخ دي او چې څومره ۲۰۱۴ م کال رانیزدې کیږي پر ښځو د بریدونو خطر به نور هم ډېریږي.


د ملګرو ملتونو د شمیرې ترمخه په افغانستان کې تېرکال ۳۰۱ جینکۍ او ښځې وژل شوې دي چې د ۲۰۱۱ م کال په مقابله کې په کې ۲۰ فيصده ډېروالې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG