د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي


د جعفراباد په بازار کې د کوټې په لوی سړک د موټرسايکل رکشې په مټ شوې او اولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلوچستان په بلوڅ مېشته جعفراباد سیمه کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او تر دېرشو زیات يې ژوبل کړي دي.

د يادې سيمې د پولیسو مشر اسرار احمد عمراني له مشال راډيو سره په خبرو کې د اوو تنو د وژل کېدو او تر دېرشو زیاتو د ټپي کېدو تاييد وکړ.

دا چاودنه په جعفراباد کې د کوټې په لوی سړک شوې ده.
له دې سره چې اووه اولسي وګړي په کې وژل شوي دي، څلور دېرش يا پنځه دېرش نور يې ټپیان کړي هم دي.

د پوليسو د ياد مشر په وینا تراوسه لا هم دا څرګنده نه ده، چې د چاودنې هدف څوک وو، خو زیاتوي د اولسي وګړيو په ګڼه ګوڼه کې په يوه موټر سايکل رکشې کې چاودنې له امله شوې ده.

بلي خواته بیا په قلات سیمه کې هم تردې څو شيبې وړاندې په يوه پک اپ ډوله موټر د ډزو په نتیجه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د پولیسو تاڼې مشر محمدعیسی مشال راډيو ته د ټیلي فون پر کرښه وویل

(شپه دې پېښه کې د وژل شويو شمېر څلورو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده ، چې د پخواني وزیر آغاعرفان کریم له کور څخه يو پک اپ ډوله موټر راوتلې، او دلته يې د تېلو په يوه پمپ تېل اچول، چې پرې نامالومه موټر سايکل سپرو کسانو ډزي وکړې، او په ترڅ کې يې څلور تنه ووژل شوو، او دوه نور ټپیان شوو)

محمد عیسی زیاتوي ټول وژل شوي او ټپیان د پنجاب او سند صوبې اوسېدونکي دي، چې په قلات کې يې له پخواني صوبايي وزیر آغاعرفان کریم سره کار کاوو . لومړنۍ پلټنې ښايي، پېښه هدفي وژنه ده.

د رپورټ تر بشپړېدو پورې د جعفراباد د چاودنې او د قلات د هدفي وژنې د پېښو مسوولیت لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG