د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږني نوروز کې خوستوالو د سولې ارمان درلود


افغانستان: د حضرت علي په روضه کې سړي او ښځې د نوروز پر ورځ کوترو ته غنم دانه ورکوي.
افغانستان: د حضرت علي په روضه کې سړي او ښځې د نوروز پر ورځ کوترو ته غنم دانه ورکوي.


نجیب الله الوخیل مشال راډيو

دنوروز ( نوي کال) لومړی ورځ په خوست کې هم د ماشومانو ، ځوانانو او سیمه والو همدارنګه د ښځو او نجونو له خوا په زیارتونو ،میله ځایونو او باغونو کې د ناستو، د میلو، کنسرټونو او اتڼونو په واسطه ولمانځل شوه.


په خوست کې سږنۍ نوروز یا دنوي کال لومړی ورځ دامنیتي ارګانونو له خوا د کلکو امنیتي تدابیرو په شتون کې په پراخه کچه ولمانځل شوه .

دخوست زرګونه خلک ،ځوانان ،ماشومان ،نجونې او میرمنې جوپې ،جوپې دخوست مشهورو زیارتونو لکه ککرک ابا ، متون بابا،دتڼیو ادماما ،وضو ګل ابا او همدارنګه یو شمیر میله ځایونو ،غونډیو ،دغرونو لمنو او میلمه کوټ او فارم باغونو ته ولاړل او دمیلو ،کنسرټونو ،اتڼونونو او میلو له لارې يې د دې دودیز او لرغوني جشن لمانځنه وکړه.

دخوست ځوانان او خلک دې دودیز جشن ته خوشاله ول او هیله يې درلوده ،چې سږنۍ نوی کال به په افغانستان کې دتلپاتې سولې او امن کال وي. دخوست په بیلابیلو میله ځایونو کې دخوست یو شمیر اوسیدونکو خپل نوروزي احساسات راسره پدې توګه شریک کړل:
((بریالی روان یم دخوست اوسیدونکی له نیکه مرغه نن په ټول افغانستان کې د۱۳۹۲یم لمریز کال لومړی ورځ ده ،موږ دنوي کال مبارکي دافغانستان ولس ته وړاندې کوو،خدای دې وکړي چې دا کال په افغانستان کې دسولې ،امن،ترقۍ او ثبات کال واوسي،موږ ټول ځوانان ډیر خوشاله یو او دخوشالۍ احساس کوو ،په یووالي او اتحاد سره دخوښیو داحساساتو په څرګندولو سره دغه ورځ ،چې دافغانستان په تاریخ کې یوه عنعنوي ورځ ده لمانځو.))

دخوست یو تن ځوان شاعر رحیم سکندر په ځانګړي ډول شاعرانو ته دنوي کال مبارکي وايي او خپل دوه بیتونه پدې توګه خپلو مینه والو ته وړاندې کوي:

((ګل درپسې وټوکیدل پل دې بختور شولو،،،، ما هم دسپرلي په موسم ښکل کړلې ښاغلی شوم ،،،تش دومره دې ویلي وای،چې کال راباندې برشولو،،،زه دې سکندر په مطلب سرته رسیدلی شوم .))

دګل سعید متونوال په نوم دخوست یو تن اوسیدونکي خپل احساسات او مبارکۍ پدې توګه وړاندې کړې:

((۱۳۹۲یم لمریز کال دافغانستان ټول مسلمان او متدین ولس ته مبارکۍ وړاندې کوم،لکه چې لیدل کیږي سږکال دنورو کلونو په پرتله په پرامنه فضاء کې دخوشالیو ،اتڼونواو میلو په جوړولو سره دخلکو او ځوانانو له خوا لمانځل کیږي .)) خلیل جان ګریزوال ،چې په متون بابا کې له خپلو ملګرو سره په میله کې وو ،ويې ویل کچیرې سوله راشي نو هره ورځ به له نوروزه کمه نه وي: ((داچې دنوي کال لومړی ورځ ده نو خلک ډیر خوشاله دي ،دوی میلې کوي ،اتڼونه کوي تر څو دانوی کال يې بختور او سوکاله شي ،کچیرې هیواد کې پایداره سوله تامین شي نو هره ورځ به له نوروزه کمه نه وي.))

داسلم هڅاند په نوم دخوست دمرکز داړوند سیمې یو تن اوسیدونکی هم د نوي کال په مناسبت دمبارکیود وړاندې کولو ترڅنګ هیله څرګندوي ،چې داکال به تر پایه دامنیت فضاء ولري. دیادونې وړ ده سږنۍ نوروزي جشن داسې مهال خلکو په خوښیو لمانځه ،چې دوی تر ډیره د امن او ارامۍ احساس کاوه او دټولو واحد غږ او امید داوو ،چې تردې وروسته دتل لپاره په افغانستان کې سوله تامین شي .
XS
SM
MD
LG