د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځانګړي پوځیان له وردګو ووځي


افغانانو په وردګو کې د امریکايي ځانګړو پوځیانو حضور ضد مظاهرې هم کړې دي.
افغانانو په وردګو کې د امریکايي ځانګړو پوځیانو حضور ضد مظاهرې هم کړې دي.

دا د ګارډین ورځپاڼې د یوه رپورټ پښتو ژباړه ده.


افغان حکومت او امریکايي پوځ سره موافقې ته رسېدلي دي چې له میدان وردګو ولایته به د امریکايي ځواکونو ځانګړي سرتېري ووځي. له امریکايانو سره به افغان ځانګړي پوځیان هم له دې ولایته ووځي. داسې شکایتونه راتلل چې په دې ولایت کې پوځیان له بشري حقونو سرغړونې کوي.


ګارډین ورځپاڼه لیکي، امریکايي پوځي چارواکو په کلکه له دې توره انکار کړی دی چې ګواکې سرتېري یې په وردګو کې له بشري حقونو سرغړونه کوي. د دې په نتیجه کې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکايي کومانډو سرتېرو غوښتنه وکړه چې له وردګو دې ووځي.

ورځپاڼه لیکي، داسې وېره ده چې که له وردګو بهرني پوځیان ووځي نو دا ولایت او ګاونډی کابل به د القاعده او نورو یاغیانو ډلو حملو له پاره حساس ځای وګرځوي.

د موافقې تر مخې اوس د امریکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو ځانګړي پوځیان به د وردګو له نرخ ولسوالۍ ووځي. دا هغه سیمه ده چې په کې پر دې امریکايي او افغان پوځیانو تور دی چې له بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده. اوس به په نرخ ولسوالۍ کې د امنیت چارې د افغان ملي اردو او پولیسو په لاس کې وي.

د بیان تر مخې، د نور ولایت امنیتي چارې به ((له خپل وخت سره)) افغان ملي ځواکونو ته سپارل کېږي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا په علامتي ډول د افغان ولسمشر حامد کرزي بری دی ځکه چې ده له اوږدې مودې ګیله کوله چې امریکايي او افغان ځانګړي پوځیان د ده له کنټروله وتلي دي. له دې سره به د دې نا ارامه ولایت امنیتي چارې هم د پخواني پلان پرتله اوس ژر افغانانو ته وسپارل شي.

تېره ورځ، د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي یوې خبري غونډې ته ویلي افغان پوځیان تیار دي چې د ځانګړو سرتېرو تر وتو وروسته تشه ډکه کړي.

ده وویل: ((نړیوال ځواکونه تیار دي چې د میدان وردګو ولایت له نرخ ولسوالۍ خپل ځانګړي سرتېري وباسي او د افغان پوځ ټولي به په راتلونکو ورځو کې د هغوی ځای ونیسي.))

عظیمي زیاته کړه چې اوس په ولایت کې د امریکايي ځواکونو د ځانګړو پوځیانو ټولي نشته.

د امریکايي پوځ یوه چارواکي هم د دې خبرې پخلی کړی دی.

د امریکایانو او افغان پوځیانو تر منځ دې توافق درې اوونۍ وخت واخیست.
XS
SM
MD
LG