د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې دې د افغان کډوالو ستونزې هوارې شي"


د پاکستان لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمدعمر داودزي
د پاکستان لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمدعمر داودزي



مجیب الرحمان انګار

د پاکستان لپاره په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمدعمر داودزي د خیبر پښتونخوا پر دولتي مقاماتو غږ کړی، چې د افغانستان کډوالو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.


سفیر داودزي په پيښور کې د خیبرپښتونخوا له نوي ټاکل شوي ګورنر انجنیر شوکت الله خان سره وکتل او هغه يې د افغان کډوالو له ستونزو خبر کړ.

عمرداودزي مشال راډيو ته وویل، چې ګورنر ته يې د کډوالو لویې ستونزې وښودلې او له هغه يې وغوښتل چې ژر تر ژره يې د هواري لپاره ګام واخلي.

((افغان کډوال په پښتونخوا په ځانګړې توګه په پيښور کې دپولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي، دغه مشکل مې د ګورنر تر غوږونو ورساوه چې له نیکه مرغه سمدستي یې اړوندو چارواکو ته په سختو ټکو امر وکړ. د دې ترڅنګ دیوشمیر کېمپونو اوسیدونکي بیلابیل مشکلات لري چې ټول مې له ګورنر سره شریک او پر حال لارو يې وغږیدو.))

شوکت الله خان د باجوړ اوسیدونکی او د پيپلز ګوند په حکومت کې څو کاله دسرحداتو او کډوالو دچارو وزیر و، چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د نوي ګورنر په توګه وټاکل شو.
د کوټې ښار په څنډو کې د افغان کډوالو په یوه خړپړ کېمپ کې یو افغان کډوال غوټه پر شا کور ته روان دی
د کوټې ښار په څنډو کې د افغان کډوالو په یوه خړپړ کېمپ کې یو افغان کډوال غوټه پر شا کور ته روان دی
داودزی وايي ، نوموړي د کډوالو د وزیر په توګه په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو دبرخلیک په باب نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي او هیله من دی، چې په پښتونخوا کې دېره افغان کډوالو ته د ورپيښو ستونزو په باب به هم کارنده ګامونه پورته کړي.

داودزي په پاکستان کې دبندي افغانانو دبرخلیک په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې مشال راډيو ته وویل:

((د پښتونخوا په زندانونو کې یوشمیر افغانان بندیان دي، چې ځينې يې له کلونو کلونو راهیسې پراته دي، که څه هم دا مسله مو پخوا هم راپورته کړې خو چندانې پرمختګ په کې نه دی شوی اوس مې له ګورنره وغوښتل چې دې موضوع ته دې هم سنجیده پاملرنه وکړي))

نوموړی وايي، هغه بندیان چې د مدافع وکیل د فیس ورکولو توان نه لري، افغان سفارت حاضر دی چې دغه بار پر غاړه واخلي.

دیوې اندازې له مخې داوخت په پاکستان کې شاوخوا درې ملیونه افغان کډوال دېره دي، چې څه باندې شپاړس لکه يې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

د اسلام آباد په څنډو کې د افغان کډوالو خړپړ کورونه او ماشومان د اوبو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
د اسلام آباد په څنډو کې د افغان کډوالو خړپړ کورونه او ماشومان د اوبو لپاره په لیکو کې ولاړ دي
د دغو کډوالو د اوسیدو قانوني موده چې د روان میلادي کال دجون میاشتې په وروستۍ ورځ پای ته رسیږي په خپل برخلیک انديښنمن دي او غوښتنه کوي، چې پاکستان دې څو کاله نور وخت هم ورکړي.

داودزی وايي ګورنر ته یې د کډوالو د مهاجر کارډونو د نوي کولو غوښتنه هم په ګوته کړه:

((شوکت الله خان ډاډ راکړ چې داموضوع به دمرکزي حکومت تر مسوولینو رسوي او هڅه به وکړي چې افغان کډوال له دوی څخه خوابدي نه شي))

د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یا UNHCR دمعلوماتو له مخې دا وخت په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا یوملیون راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي، چې ډيری يې په پيښور او شاوخوا سیمو کې میشت دي.
XS
SM
MD
LG