د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلماني ټولټاکنې پر ۱۱م مې کېږي


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

د پاکستان اليکشن کميشن وایې، چې په ټول ملک کې به د قامي اسمبلۍ په ٣٤٢ او د صوبایې اسمبلو په ٧٢٨ چوکو لپاره ټولټاکنې د مې میاشتې پر ۱۱مه نېټه کيږي.


مشال ريډيو ته د اليکشن کميشن لخوا ترلاسه شوې معلوماتو تر مخه پنجاب صوبه کې به د قامي اسمبلۍ په ١٤٨ چوکو ټول ټاکنې کيږي او ٣٥ چوکۍ د ښځو لپاره بېلې شوې ده چې شمېره یې ١٨٣ جوړيږي.

په سنده صوبه کې به د قامې اسمبلۍ په ٦١ چوکوټول ټاکنې کيږي او ١٤ چوکۍ د ښځو لپاره مختص کړې شويدي چې ټوله شمېره یې ٧٥ جوړېږي.

په خيبر پښتونخوا کې به د قامي اسمبلۍ په ٣٥ چوکو ټولټاکنې کيږي او ٨ چوکۍ د ښځو لپاره حانګړې شوې دي چې ټوله شمېره یې ٤٣ جوړېږي.

په بلوچستان کې به د قامې اسمبلۍ په ١٤ چوکو ټولټاکنې کيږي او درې د ښځو لپاره ځانګړې دي چې ټوله شمېره یې ١٧ ته رسي.

دغه شان د اسلام آباد نه به د قامې اسمبلۍ په ٢ او قبايلې سيمو نه به د قامې اسمبلۍ په ١٢ چوکو ټولټاکنې کيږي، له دې علاوه د اقليتونو لپاره هم ١٠ چوکۍ ځانګړې دي.

د اليکشن کميشن ډپټي ډائريکټر شبير احمد مشال ريډيو ته وويل چې تر دې دمه په ټول ملک کې ٨ کروړه ٥٧ لکه او ٤٠ زره خلک د ووټ ورکول جوګه دي، چې پکې د نارينه و شمېره ٤ کروړه ٨٤ لکه او شپاړس زره، د ښځو شمېره ٣ کروړه ٧٣ لکه او ٢٢ نيم زره ده او ٢٧ لکه او ٧٠ زره د اقليتونو ووټونه هم شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې د اقليتونو او مسلمانانويو ځایي ووټر لسټونه تيار کړل شويدي او اقليتونه به خپل ووټ صرف يو مسلمان اميدوار ته اچولی شي ځکه چې د اقليتونو لپاره په قامې او صوبایې اسمبلو کې چوکۍ بيلې کړل شوېدي او په دې چوکو انتخابات نه کيږي.

د ووټونو راجستر کولو او پولنګ سټيشنو د شمېرو په اړه شبير احمد وويل ،چې د پولینګ سټيشنو حتمي فهرست به له ټولټاکنو ١٥ ورځې وړاندې اعلانېږي خو زما په اندازه په ټول ملک کې به تر ٧٥ زره پورې پولنګ سټېشنې جوړېږي او په دي پولنګ سټيشنو به تر ٦ لکه زياته عمله ګمارل کېږي او تر څو چې د نویو ووټونو د رجسټريشن خبره ده نو چې کله د ټولټاکنو اعلان و شي، بيا به د رجسټريشن عمل هم ودرېږي.

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوې يوه کتابچه کې وويل شوي دي چې پنجاب کې به په ٢٩٧ د صوبایې اسمبلۍ په چوکو ټولټاکنې کيږي دغه شان ٦٦ د ښځو او ٨ چوکۍ د اقليتونو لپاره مختص کړل شوې دي چې په صوبه کې د چوکو ټوله شمېره ٣٧١ جوړېږي،
په سنده کې به د صوبایې اسمبلۍ په ١٣٠ چوکو ټولټاکنې کيږي. د دې تر څنګ ٢٩ چوکۍ د ښځو او ٩ د اقليتونو لپاره هم ټاکل شوېدي چې شمېره یې ١٦٨ جوړېږي.

د خيبر پښتونخوا د صوبایې اسمبلۍ په ٩٩چوکو به ټول ټاکنې کيږي دغه شان ٢٢ چوکۍ د ښځو او ٣ د اقليتونو لپاره ټاکل شوېدي چې ټوله شمېره یې ١٢٤ جوړېږي.

د بلوچستان صوبایي اسمبلۍ په ٥١ چوکو به ټولټاکنې کيږي، چې په کې ١١ د ښځو او درې د اقليتونو لپاره هم ټاکل شوېدي چې ټوله شمېره یې ٦٥ جوړېږي.

په کتابچه کې راغلي دي، چې قامې اسمبلۍ يو اميدوار به په خپل کمپائن تر ١٥ لکه روپو زیاتې نه لګوي او د صوبایې اسمبلو اميدواران به په خپل کمپائن تر ١٠ لکه روپو پورې لګوي.
XS
SM
MD
LG