د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري په هنر سیاسي بقا وساتله


 د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري


د امریکا ً لاس انجلس ټایمز ً ورځپاڼې د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري د سیاسي مهارت په اړه یوه مقاله خپره کړېده. ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر زرداري پر دې سربېره خپله حکومتي دوره سر ته ورسوله چې د نظر پوښتنو له مخې ، په ولس کې یې د مینه والو کچه ډېره ټیټه ده.


لاس انجلس ټایمز د مقالې په پیل کې لیکي ، پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې ولسمشرۍ په ټوله دوره کې له دې سره مخامخ وو چې ایا پوځ به یې له واکنۍ لرې کړي او که نه؟ ایا غصه ناک سپریم کورټ به یې د لرې کولو لپاره یو قانوني پهلو راپیدا کړي او که نه ؟ او ایا خپل منځي اختلافات به یې نازک ایتلاف مات کړي او که نه؟

ورځپاڼه لیکي ، ولسمشر زرداري او د هغه حکومت د خپلې دورې په پوره کولو سره د پاکستان په تاریخ کې لومړنی داسې ولسي حکومت شو چې خپله قانوني دوره سر ته ورسوي.

ورځپاڼه زیاتوي ، که څه هم په ولس کې د ولسمشر زرداري د مینه والو فیصدي یوازې څوارلس فیصده ده خو دا څرګنده ده چې نوموړي خپله سیاسي بقا په هنري توګه وساتله.

د ولسمشر زرداري حکومت خپله دوره د تېرې شنبې په ورځ پای ته ورسوله او د پاکستان په پنځه شپېته کلن تاریخ کې یې په لومړي ځل دې ته لاره هواره کړه چې واک له یوه ولسي حکومت څخه بل ولسي حکومت ته انتقال شي.

تر دې وړاندې په هر ولسي حکومت کې یا خو پوځ د کودتاوو له لارې مداخله کړې وه او یا یې هڅول شوي بهرني سیاسي قوتونه په وړاندې راغلي وو.

ورځپاڼه لیکي ، لومړی به لنډمهاله حکومت واک سمبال کړي او بیا به له انتخاباتو وروسته د روان کال په اوږدو کې د صوبايي او قومي اسمبلۍ غړي نوی ولسمشر وټاکي.

که چېري اووه پنځوس کلن ولسمشر زرداري د دویم ځل لپاره د ځان په انتخابولو کې بریالی نه شو نو به هغه وخت له واک لاس واخلي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر به سوګنډ پورته کوي.

ورځپاڼه لیکي ، اوسنی وزیراعظم راجا پروېز اشرف به هغه وخت واک پرېږدي چې واکمن پپلز ګوند او د اپوزېشن خاص ګوند پاکستان مسلم لیګ ( نون ) ډله د نګران وزیراعظم پر نومولو سره سلا شي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي ، د پاکستان ولس د ووټ له لارې په واک کې بدلون په ملک کې د جمهوریت لپاره ډېر مهم بولي.

د ورځپاڼې په لیکنه ، پر دې سربېره چې اوسنیو نظر پوښتنو په ولس کې د ولسمشر اصف علي زداري د ملاتړ کچه یوازې څوارلس فیصده ښودلې ده ، ښايي د نوموړي ګوند یو ځل بیا دومره چوکۍ وګټي چې له ایتلافي حکومت پرې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG