د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوو چیکي نجونو د راخوشي کولو لپاره عملیات روان دي


دا هغه چیکۍ نجونه دي چې په پاکستان کې تښتول شوې دي
دا هغه چیکۍ نجونه دي چې په پاکستان کې تښتول شوې دي

کوټه: د بلوچستان په نوکنډي سیمه کې د چیک جمهوریت د دوو تښتوول شويو نجونو د راخوشي کولو لپاره په سیمه کې عملیات لا هم روان دي. د دغه نجونو سره د لیویزو يو محافظ هم تښتول شوی وو، خو وروسته د وسله والو له لوري بیرته خوشی کړل شو. د چاغي سیمې ډپټي کمشنر عبدالقدوس مینګل د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وویل؛ د نوکنډي په شمول په شاوخوا سیمو کې د دوي له خوا پيل شوي عملیات لاهم روان دي، او دسیمې قبایل هم له دوي سره په دې عملیاتو کې مرسته کوي.


کمشنر مینګل وایي ((د سیمې قبایل په باقاعده توګه له موږ سره تعاون کوي، او په دې عملیاتو کې راسره دي. دې قبایلو نه يواځې زموږ سره ګشتونه کړي، بلکې خپلو هغو خلکو ته چې د افغانستان په پوله پراته دي، او په نورو سیمو کې دي، هغوي ټولو ته هم ویلي، او هغه هم په خپلو سیمو کې په هر څه نظر ساتي. دې قبایلو بیا په خپلو سیمو کې پوستې هم جوړي کړې دي، او په خپله يې عملیات پيل کړي دي، دوي ټول په دې لګیا دي))

ډپټي کمشنر په خپلو خبرو کې وویل تراوسه يې په دې عملیاتو کې شپږ یا ووه شکمن کسان نیولي، چې ورڅخه يې پلټنې پیل کړې دي. د نوموړي په وینا ددې عملیاتو د څارنې لپاره دوي او د کوټې کمشنر قمبر دشتي دواړه له اولې ورځې بیا تراوسه په سیمه کې دي.

((زه په خپله او د کوټې کمشنر دواړه له هغه راهیسې هم دلته په نوکنډي کې يو. او تر هغه به بیرته لاړ نه شو، تر کومه چې مو دا ستونځه ختمه کړې نه وي. موږ دلته درې بېلي بېلي ډلې جوړي کړې دي، چې يوه مو اوس هم د پولې خواته په عملیاتو بوخته ده))

که څه هم د چیک جمهوریت ددې نجونو د تښتوولو نن پنځمه ورځ ده، خو قدوس مینګل وايي لا هم باوري دی، چې دا تښتوول شوې نجونې له نوکنډي څخه بلې خواته وړې نه دي، او په همدې ښار کې يې يو ځاي برامته کړې دي.

کمشنر مینګل وایي دومره خو یقيني ده، چې تر پولې يې اړولې نه دي، او نه يې هم کومې بلې سیمې ته وړې دي. همدلته يې په دې ښار کې يو ځاي پټې کړي دي. داسې يوه کورنۍ يا يو څوک به وي، چې د دې تښتوونکو مرسته به کوي.

د روانې میاشتې په ۱۳ مه نېټه دوه د چیک جمهوریت نجونې هانا همپالووا او انتوني خراستيڅکا له ایران څخه کوټې ته پر لاره وې، چې په نوکنډي سیمه کې وتښتوول شوې. چارواکي وايي دواړه چيکۍ له ایران څخه پاکستان او بیا هند ته روانې وې. د دوي د تښتوولو مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG