د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوري حکومت په لومړي ځل پنځه کاله پوره کړل


پراګ: بيګا د پاکستان جمهوري حکومت او پارلېمان په لومړي ځل خپله موده پوره کړې ده.
دا د هیواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ټاکل شوي حکومت او قامي اسمبلۍ خپل اییني پینځه کاله پوره کړل. وزيرااعظم راجا پرويز اشرف بيګاخپله وینا کې دا کامیابي وستایله او دایې د ډیموکراسی بری وباله.


ولس ته په وینا کې راجه پرویز اشرف وویل په پاکستان کې د جمهوري او نا جمهوري قوتونو تر منځ شخړه اوږد تاریخ لري، خو د نوموړې په وینا ډیموکرات قوت بالاخره بریا تر لاسه کړه.

((دا خبره رښتيا ده چې په تيرو پينځو کلونو کې د شودو او د شاتو سيندونه مو نه دې بهولي، خو موږ ته په وراثت کې د ملاوو شویو مسلو په کمولو کې مو خپلې هڅي کړي. د جمهوريت بنیادونو مضبوطولو لپاره مو هر قسمه هلي ځلي کړي، او هم دغه وجه ده چې نن جمهوريت پياوړي دي او په راتکونکې ورځو کې به جمهوريت له خطرو سره نه وي مخامخ))


وزیر اعظم راجا پرویز اشرف دا هم وویل، د ۱۹۹۹م کال راپه دیخوا په پاکستان کې د توانایي لپاره هیڅ کار ندی شوی، او کله چې دوی په واک کې راغلل، په هغه وخت کې د پاکستان د ګاونډي هیوادونو سره هم تعلقات د کړکیچ ښکار وو، خو د دوی د کامیابې خارجه پالیسۍ له وجې تر ډیره حده د ګاونډي او نړیوالو سره اړیکي بیا بحال شوې، چې یو ثبوت یي دا هم دی، پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غړی جوړ شو. راجا پرویز اشرف وویلو دوی په خپل وخت کې د امداد پرضای تجارت غوره کړ، او هم د تجارت د ښه کولو لپاره یي افغانستان او هند ته د دوستۍ لاس ورکړ.

بیګا نیمه شپه د قانونې مودې له پوره کولو وروسته د دغه هیواد قامي اسمبلي او حکومت ړنګ شول او اوس نګران حکومت به د دې هیواد چارې د عمومي انتخاباتو ترسره کیدو پورې پر مخ بیايي. د ایین تر مخې لنډ مهالی حکومت باید په دریو میاشتو کې انتخابات وکړي.
XS
SM
MD
LG