د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پام وړ بشري پرمختګ کړی دی - ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام یو تازه رپورټ ښېې چي افغانستان په جنوبي اسیا کي په تیرې یوې لسیزې کي د پام وړ بشري پرمختګ کړیدی.


دا رپورټ دهغو تحقیقاتو پر بنسټ برابر شوی چي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ کالونو ترمنځ مودې کې تر سره شوې او په میکسیکو کي خپاره شویدي.

د دغه رپورټ له مخې، افغانستان په سلو کي ۳ اعشاریه ۹، پاکستان په سلو کې یو اعشاریه ۷ ، هند په سلو کی یو اعشاریه ۵ او سریلانکا په سلو کي صفر اعشاریه ۷ ، بشري انکشاف کړیدی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام داقتصادي څانګي مسول سکات براون آزادې راډيو سره په خبرو کي پدې اړه وویل:

((کوم تصویر چي موږ له افغانستان څخه لرو ډير پیچلې دی،خو بیا هم دغه هیواد ته د خوښی خبر لرو،افغانستان د بشري پراختیا په برخه کي له تیرو دولسو کلونو راهیسي د نورو هیوادونو په منځ کي په چټکې سره پراخیتا کړې.))

په دې رپورټ کي دغه راز ویل شوې چي افغانستان له ځنیو ستونزو سره هم مخ دی او د له منځه وړلو لپاره یی باید لازمي هڅي وشي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG