د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې جګړه، په لسګونه کورنیو کورونه پريښي دي



لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر دولتي چارواکي او اوسېدونکي وايي، په لرې پرته سیمه تیرا - میدان او اړونده برخو کې د حکومت پلوه وسله والې ډلې انصارالاسلام او تحریک طالبان پاکستان وسله والو تر منځ د تازه نښتو له کبله په سلګونه خلکو کورونه پريښي دي.


د دوی په خبره، خلک د کورمې، اورکزو او خیبر اېجنسۍ د پیر میلې له لارو پېښور، کواټ او نورو سیمو ته روان دي.

د نا دولتي ادارې الخدمت په وینا تر اوسه دوی د شا و خوا ۱۰۰ کورنیو مالومات ټول کړي دي او لا هم نورې کورنۍ له سیمې روانې دي.

الخدمت وايي، ځینې کورنۍ د ټرانسپورټ اسانتیاوو نشتوالي له کبله له ستونزو سره مخامخې دي.

د تیرا له میدانه یوه بې کوره شوي کس ذاکر اپریدي مشال راډیو ته وویل: ((په تیرا کې د وسله والو ډلو تر منځ د نښتو پر مهال زموږ پر کورونو مارټر ګولۍ (مرمۍ) پرېوتې، نو ځکه مو کډه وکړه. هلته وسله والو یو شمېر کورونه وسوځل چې په کې ځايي خلک ووژل شول. ۲۴ ساعته مو [پلی] یا پیاده مزل کړی دی. په لارو کې بارانونه ول، او ماشومان او ښځې مو له تکلیف سره مخامخ شول.))

یو بل بې کوره شوی محمد فاروق وايي: ((په تیرا کې وسله والو داسې راکټ کارول چې پر هر کور به ولګېدل نو اور به [په پورې شو]، او هر څه به په کې وسوځېدل. له موږه ډک کورونه پاتې شول او اوس باید سرپناه او راشن راکړل شي.))

د باړې د خدمت خلک کمېټۍ یو غړی تراب علي اپریدی وايي: ((د تیرا په سپاه سیمه کې هم ټولې لارې تړل شوې دي او زیاتره خلک یې د امنیتي سرتېرو له خوا د مرمیو ویشتو له وېرې غواړي هغه سیمه پرېږدي او باید چې امنیتي سرتېري ورته د وتلو لار ورکړي.))

۲۴ ساعته مو [پلی] یا پیاده مزل کړی دی. په لارو کې بارانونه ول، او ماشومان او ښځې مو له تکلیف سره مخامخ شول.
یو کډوال

له تیرا – میدانه بې کوره شویو خلکو ته د سرپناه او اسانتیاوو ورکولو په اړه مو چې د طبیعي ناورینونو د نظم د صوبايي ادارې (پي ډي ایم اې) له ویاند عدنان سره اړیکی وکړ نو ده په ځواب کې مشال راډیو ته وویل:

((که دغه سیمه د خیبر پولیټیکل چارواکي په رسمي ډول جنګ ځپلې وګرځوي او موږ ته [د بې کوره شویو خلکو] لسټونه راکړي نو موږ به یې د جلوزو کډوالو په کیمپ کې راجسټر کړو.))

د یادونې وړ ده چې په تیرا – میدان کې له اوږدې مودې راهیسې د حکومت پلوه وسله والې ډله انصار الاسلام د لشکر اسلام وسله والې ډلې مخې ته ولاړه ده او له تېر څه وخت راهیسې اوس د تحریک طالبان پاکستان وسله والو هم د انصار الاسلام پر ضد جګړه پیل کړې ده.

د خیبر په باړه کې هم له تېرو کالونو راهیسې د پاکستان پوځ د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد جنګېږي.

د دې نا کرارۍ له کبله په لسګونه زره کسانو خپل کورونه پریښي دي.
XS
SM
MD
LG