د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اړيکو ختميدل ګرانه نه ده


د واشنګټن لپاره د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني
د واشنګټن لپاره د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني


امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل د واشنګټن لپاره د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني مقالې ته (( د اړيکو ختميدل يو ډير مشکل کار نه دی)) نوم ورکړی دی.


په مقاله کې ليکوال د پاکستان او امريکا د اړيکو جاج اخلي.

مقاله وايې، پر ځای د دې چې دواړو هيوادونه خپلې نه ختميدونکې جګړې ته دوام ورکړي بايد ومني چې د دوی ګټې له يو بل سره داسې سمون نه خوري چې په نتيجه کې د يو بل ښه ټينګ ملګري جوړ شي.

ليکوال زياتوي، که چرته امريکا له يوه تصوراتي ملګرتيا لاس واخلي نو دا به واشنګټن آزاد کړي چې په جنوبي ايشياء کې د خپلو ګټو د پر مخ وړلو په لړ کې نورې لارې و لټوي.

هم دا شان د ليکوال په خبره، دا به پاکستان ته د خپلو سميه ییزه خواهشاتو د ترلاسه کولو لپاره لاره خلاصه کړي چې يا خو به په کې د تل لپاره سم کامياب شي او يا بيا غالب امکان دا دی، چې دا به پاکستاني چارواکو ته د خپل هيواد د طاقت د حدونو د ټاکلو سبق ورزده کړي.

د حسين حقاني په وينا، د واشنګټن لپاره له پاکستان سره د اړيکو په نرمه توګه تنظيمول يو ګران کار دی.

ليکوال وايې، امريکا له څو لسيزو راهیسې غواړي، د پاکستان له هند سره د سيالۍ او په افغانستان کې د نفوذ ساتلو سټرټيجک توجه بدله کړي او اسلام آباد دې خپله توجه د هيواد پرمختګ او د کورني امنيت د ساتلو پر لور واړوي.

خو د دې سربيره هم پاکستان په خپله رويه کې بدلون نه دی راوستۍ او له پوځي او معاشي پلوه يې پر امريکا تکيه کولو ته دوام ورکړی.

د حسين حقاني په خبره دواړه هيوادونه پر يو بل د لانجمن ملګري تور لګوي چې د ده په وينا د دواړو سوچ پر خپل ځای سم دی.

پاکستان سوچ کوي چې امريکا هر څه ورباندې په زوره مني او واشنګټن بيا فکر کوي چې د پاکستان له جوړيدو راهيسې يې دې هيواد ته څلويشت اربه ډالره ورکړي خو اسلام آباد د دوی دا احسان نه مني.

افغان سیاستوالو پر امریکا د زغم ښودلو غږ کړی

بلخوا وال سټريټ جرنل يو رپورټ خپور کړی دی، چې وايي، د افغان حکومت مخالفه ډلو پر واشنګټن زور ورکړی دی چې د ولسمشر حامد کرزي پر هغه خبره دې سخت ردعمل نه څرګندوي چې ويلي وو طالبان او امريکا له يو بل سره پټه همکاري کوي.

د حکومت مخالفې ډلې يو مشر احمد ضياء مسعود د پنجشنبې پر ورځ ويلي، چې امريکا بايد د افغانستان د خلکو په خاطر د حامد کرزي د بيان په اړه له زغمه کار واخلي او پکار ده د هغه يوه خبره هم سنجیده وانخلي.

خو د ورځپاڼي په وينا د حامد کرزي وياند ايمل فيضي بيا د مخالفه ډلو تنقيد رد کړی دی. د ده وينا دغه کسان داسې حالات د ځان په ګټه استعمالوي او د ده په خبره د دې دا معنی نه ده چې ګواکې دوی د ټول ملت استازيتوب کوي.

ايمل فيضي زياته کړه ، حامد کرزی خبر وو چې داسې څرګندوني به غوسه راپاروي خو بيا یې هم د کولو فيصله وکړه دا ځکه چې ولسمشر احساس کړه چې د بندو دروازو شاته چې دی د لويديځ مشرانو ته کوم شکايتونه کوي هغه يې له پامه غورزول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG