د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د چیک نجونه څنګه وتیښتول شوې





د روانې مارچ میاشتې پر دیارلسمه نېټه د زیارت پر ورځ د بلوچستان له نوکنډي سیمې څخه د چیک رپبلک دوې نجونې نامعلومه وسله والو وتښتوولې.


دا نجونې چې د ایران له سېله وروسته د بلوچستان له سرحدي ښار تفتان څخه کوټې ته پر لاره وې، له یوه مساپر بس څخه وسله والو کښته کړې، او له ځان سره يې یووړې. تر اوسه لا پته نه لګېږي چې دا نجونه به چا تېښتولې وي.

د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر سره د هغه بس ډراییور منوخان استاد خبرې کړې او د سترګو لیدلی حال یې ورکړ چې له مساپر بسه یې د چېک ریپبلیک هېواد د دوې نجونې وسله والو وتېښتولې.

د چېک ریپبلیک پلازمېنه پراګ
د چېک ریپبلیک پلازمېنه پراګ
دی وايي، له نوکنډي څخه خواوشا ۲۰ کیلومیټره د تفتان پر لور پر لوی سړک باندې یوه خړ رنګي ګاډي یې مخه ونیوله .

دی زیاتوي چې دوه کسان بس ته راوختل او د مخ سیټونو کې ناستې دوې بهرنۍ نجونې یې له ځان سره بوتلې.

ډراییور منوخان وايي چې هغه کسانو چې نجونې یې له ځان سره بوتلې، وردۍ اغوستې وې . د ده په خبره د نجونو عمرونه به خوا وشا ۱۹ یا ۲۰ کاله ول.

د چېک جمهوریت له مرکز پراګه خپرېدونکی ورځپاڼې دې پراګ پوسټ هم د پاکستان په اسلام آباد کې چارواکو د چېک جمهوریت سفارت ته د دې خبرې پخلی کړی دی چې د دوی د هېواد دوه ښځینه سیلګرې وسله والو تېښتولې دي او د ورځپاڼې په خبره د نجونو کورنیو ته یې اطلاع ورکړې ده.

تر دې وړاندې


پرون د زیارت ورځ د لېویز چارواکو مشال راډيو ته وویل چې د مساپرو له يوه بسه وسله والو کسانو دوې بهرنۍ ښځې وتېښتولې چې د یورپ د چېک جمهوریت اوسېدونکې دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې له چاغي د لېوي چارواکو د دې خبرې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې له دې بهرنیو ښځو سره يو شخصي محافظ هم وتښتوول شو، خو وروسته وسله والو بیرته خوشی کړی دی.

د نوکنډي سیمې د لیویزو تحصیلدار ظفراقبال مشال راډيو ته وویل چې د چیک ربپلک دغه دواړه ښځې د ایران له سېله وروسته د کوټې په لار بیرته خپل هیواد ته ستنېدې چې له چاغي څخه وتېښتول شوې.

(( د بس ډراییور وايي؛ زموږ بس يوه کروزنګ ډوله موټر ودراوه، په کې ناست وسله وال چې وردۍ يې اغوستې وې، راغلل، له بس څخه يې همدا دوې بهرنۍ ښځې او له هغوی سره د لیویزو يو محافظ کښته کړل او له ځان سره ي يووړل. چې وروسته بیا د بارډر په سیمه کې يې دا محافظ بیرته خوشی کړ.))

د چيکۍ ښځو د تښتوولو مسوولیت لا تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. د ویلو وړ ده چې په بلوچستان صوبه کې که يوې خوا ته د پيسو لپاره د سړي تښتوونې پېښې له مودې راهیسي دوام لري.
XS
SM
MD
LG