د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا سره اړېکې خرابول نه سمول غواړو"


ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي له غوسې ډکو څرګندونو د لړۍ وروسته ويلي چې د هغه مقصد د افغانستان او امریکا تر مینځ اړیکې سمول دی، نه چې ورته زیان رسول.


د اتوار پر ورځ کرزي په واشنګټن تور پورې کړ چې له طالبانو سره په ګډه د کار کولو سره په هیواد کې استحکام نه غواړي بلکې تر 2014م کال وروسته هم د بهرنیو ځواکونو ایسارېدلو ته یوه پلمه لټول غواړي.

د کرزي د دفتر لخوا خپور شوي بیان وويل چې ولسمشر، امریکا یو ملګری او سټرېټیژیک همکار هیواد بولي او د هغه د وروستیو څرګندونو مقصد یواځې اصلاح راوستل وو نه چې د دوی تر مینځ اړیکې خرابول دي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د تعلقاتو په یوه ډېر مهم پړاؤ کې دي نو ځکه دواړه لوري هڅه کوي چې په خپلو قامي ګټو توجه ورکړي او ورباندی ولاړ واوسي.

د نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د لوړ پوړي کمانډر تر خبرداري وروسته مخې ته راغلي چې ويلي دي د کرزي د څرګندونو سره د دوی پر ضد تشدد سېوا کیدای شي.
XS
SM
MD
LG