د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (ډیموکراسي څه ته وايي؟)



په دې خپرونه کې د جمهوریت په مانا غږېږو. جمهوریت یا ډیموکراسي څه ته وايي؟ د دې اصلي مانا څه ده؟ په هیوادونو کې د واک اصل سرچینه ولس دی که نه بل څوک؟ ولس په کومو طریقو خپل واک کاروي او داسې نورې پوښتنې مو په دې خپرونه کې څېړلې دي.


د راډیو، ټیلي وېژن، اخبار، کتابونو او د ولس په اجتماعاتو کې اکثر موږ د جمهوریت، ولسواکۍ یا ډیموکراسي لفظونه اورو. په افغانستان او پاکستان کې زیاتره وخت د چارو پوهان هم دا ټکی استعمالوي او وايي چې ډیموکراسي یې د ټولو مسلو حل دی.

ډیموکراسي یا ولسواکي څه ته وايي؟ په نړۍ کې په کتابونو کې د ډیموکراسۍ له ۳۰۰ زیات تعریفونه او ماناګانې لیکل شوې دي.

د ولس حکومت


په اکسفورډ ډکشنرۍ کې د ډیموکراسۍ تعریف داسې لیکل شوی دی:

(( په یوه هیواد کې د ټولو قانوني وګړو، یا د ولس خپل د حکومت نظام ته جمهوریت ویل کېږي. په عمومي ډول دا نظام د ټاکل شویو استازو یا نمایندګانو په وسیله عملي کېږي.))

نومیالي فلسفي ارستو په خپل کتاب ((سیاست)) کې لیکلي: ((په جمهوري سیمو کې ولس خپلواکه وي. کله چې خلک پر خپلو سیمو د ټولو خلکو ګټو په پام کې له نیولو سره حاکمان شي نو د حکومت دې نظام ته ډیموکراسي یا ولسواکي ویل کېږي. ډیموکراسي اصلاً د غریبانو یا بې وزله خلکو په ګټه وي.))

پوره خپرونه دلته واورئ:


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امریکايي ازادۍ مشر ابراهام لېنکن ویلي ول: (( ډیموکراسي د خلکو حکومت دی. دا حکومت د خلکو په وسیله د خلکو له پاره وي.))

په کابل کې د سیاسي چارو کار پوه یونس فکور له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، په پخواني ډول د ډیموکراسۍ مانا د خلکو حکومت ته ویل کېږي.


په جمهوري سیمو کې ولس خپلواکه وي. کله چې خلک پر خپلو سیمو د ټولو خلکو ګټو په پام کې له نیولو سره حاکمان شي نو د حکومت دې نظام ته ډیموکراسي یا ولسواکي ویل کېږي.
ارستو

په اسلام اباد کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې غړې بشرا ګوهر وايي، په هر هیواد کې واک، اختیار له ولس سره وي، او ولس بیا داسې نمایندګان انتخابوي چې د دوی واک استعمال کړي.

یو غربي سیاست پوه ادېل هناش لیکي: ((ډیموکراسي یا جمهوریت له خلکو جوړ یوه داسې حکومت ته ویل کېږي چې په کې د خلکو ټول حقونه خوندي ساتل کېږي او دا حکومت د خلکو په ګټه یا په فایده کار کوي.))

د خلکو غوښتنې او اړتیاوې


اوس پوښتنه دا ده چې د خلکو حقونه څه ته وايي؟ د خلکو بنیادي ضروریات څه دي؟

په بنیادي توګه خو په کتابونو کې د هر کس حق ډوډۍ، د اوسېدو ځای او د اغوستو کالي یا جامې دي. خو په اوسني دور کې تعلیم، برېښنا، د کار حق، د کار ځای، شخصي ازادي، مساوات او داسې نور شیان د خلکو په حقونو کې راځي.

او کله چې حکومت د خلکو دا حقونه نه پوره کوي نو بیا یې ولس په اجتماعي یا مجموعي ډول، د مظاهرو، لاریونونو، احتجاجونو، له حکومتي چارواکو او استازو سره د لیدو په ذریعه غواړي.

د مثال په ډول، موده مخکې د افغانستان په هېلمند او د خیبر پښتونخوا په سوات کې خلکو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې برېښنا ورکړي.

نو کله چې حکومت د خلکو غوښتنې نه پوره کوي او د خلکو حقونه خوندي نه ساتي نو بیا ولس مظاهرې کوي.

د پاکستان پارلېمان غړې بشرا ګوهر وايي، جمهوریت یو ډېر ساده نظام دی. نوموړې وايي، هر حکومتي کس ولس ته ځواب ورکوي. او دا چې خلک د ووټ یا رایې ورکولو په ذریعه خپل استازي ټاکلی او له څوکیو لرې کولای شي.


په پاکستان کې پوځي واکمني


که د بشرا ګوهر خبرو ته او د جمهوریت تعریفونو ته ولیدل شي نو په افغانستان او پاکستان کې خو نه د خلکو مسلې حل کېږي او نه هم خلک د پوره واک خاوندان دي. په دې صورت کې ایا ریښتیا هم ډیموکراسي د خلکو د حکومت نظام دی او که څنګه؟

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې په پاکستان کې ډېره موده د پوځي جنرالانو رژیمونه پاتې شوي دي. دی وايي، اصلاً ډیموکراسي د خلکو د ټولو مسلو حل دی.

د پاکستان د پارلېمان غړې او پښتنه ملتپاله سیاستواله بشرا ګوهر هم له شمیم شاهد سره همنظره ده او وايي، په دې هیواد کې پرلپسې پوځي کودتا ګانو له کبله سم جمهوري نظام هیڅ کله هم نه دی عملي شوی.

د سیاسي چارو کار پوه یونس فکور وايي، په ټولنه کې خلک له کورنۍ نیولې تر کاروبار او تر قوم و قبیلې خلک له یو بل سره په اړیکه کې وي.

یونس فکور وايي، له وخت سره سره د ډیموکراسۍ مانا بدله شوې ده.

دی وايي، پخوا دې ته د حکومت یوه نظام په سترګه کتل کېدل خو د انسانانو ژوند چې د تمدن له بېلا بېلو پړاوونو تېر شو، نو د ډیموکراسي اصلاً د خلکو د ژوند دوام دویم نوم وګرځېد.

فکور زیاتوي، اوسنۍ ډیموکراسي دومره پراخه مانا لري چې له سیاسته تر اقتصاده او ټولنیزو چارو رسېږي او دا هر څه په ځینو اصولو ولاړ وي.

تاسې د بېلا بېلو کسانو خبرې واورېدې او د بېلا بېلو عالمانو له نظره خبر شوئ چې ډیموکراسي څه ته وايي؟ په راتلونکې خپرونه کې به د یوه حکومتي نظام په توګه د جمهوریت تاریخ او په مختلفو وختونو کې د دې نظام د ارتقا او تکامل په اړه وغږېږو.

که د جمهوریت په اړه پوښتنې لرئ نو د مشال راډیو فېسبوک او ټوېټر پاڼو ته ورشئ او هلته را ته پوښتنې پرېږدئ.

XS
SM
MD
LG