د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښځو لپاره د امن کور



جلال اباد:ـ د ننګرهار د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د رياست په چوکاټ کې يې د امن د کور په نوم څانګه پرانستې چې ښځو ته د هغوی د حقونو په تر لاسه کولو کې مدافع وکيل ګماري چې په محاکمو کې ورسره د هغوی د قضيو يا کيسونو په ګټلو کې مرسته کوي


د ننګرهار د ښځو چارو رياست مشره انيسه عمراني وايي چې سږکال د تيرو کلونو په تناسب عامه پوهاوي زيات شوی او دا يو ښه زيری ګڼي.

« سږکال د ننګرهار د ښځو په رياست کې ۱۰۰ پيښې ثبت شوي دي، چې اوس موږ يوازې ۷ پيښې لرو او د نورو ټولې پيښې حل شوي دي. يعنې تاسو فکر وکړی چې د امن کور ته چې ښځې راځي، د ښځو د سرنوشت د ټاکلو په غرض راځي. کله چې ښځه بې سرنوشته ښځې د امن کور ته راځي، نو دلته ورته مدافع وکيل نيول کيږي او اړوندو ادارو ته د دوی قضيه ليږل کيږي او د محاکمو له لارې د دوی قضيه حل کيږي.»

تير کال د ښځو چارو رياست سره د ښځو په وړاندې د زور زياتي او حقوقي مسايلو اوه اتيا پيښې ثبت شوې وې، سږکال دا کچه تر سلو پيښور رسيدلې ده. انيسه عمراني د پيښو زياتوالی د عامه پوهاوي د زياتيدو له امله ګڼي.

« اوس د ښځو رياست ته او محکمې ته په زغرده ښځې راځي او خپلې قضيې ثبت کوي. نو دا ورځ په ورځ زموږ د قضيو نه پردې پورته کيږي، نو دا ډيرې شوي نه دي، موږ عدالت غوښتنې ته لومړيتوب ورکوو. ښځو ته دا دروازې خلاصې دي چې دوی راشي او خپل شکايتونه ثبت کړي. دا د دوی شرعي او قانوني حق دی چې د خپلو ستونزو د حل لپاره عدالت ته ورشي.»

سږکال په ننګرهار کې د ناموس په جرم هم يو شمير قتلونه شوي، دا چې د ښځو چارو رياست په دې برخه کې څه کړي او کورنيو ته څه پيغام ورکوي، انيسه عمراني يې وايي:
« دغه ناموسي قتلونه د ننګرهار د ښځو چارو د رياست په استازيتوب موږ غندو. ځکه چې اسلام ورور، پلار او نورو ته دا حق نه دی ورکړی چې يوه خور دې وژني او د سرک پر سر دې غورځوي.»

انيسه عمراني زياتوي چې د ښځو چارو په رياست کې د امن کور په نوم يوه څانګه لري، له کومو ښځو سره چې له زور زياتي نه کار اخيستل کيږي او يا يې حقونه او ميراث نه ورکول کيږي، هغوی کولای شي چې د امن کور ته پنا راوړي، دوی به يې پوره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG