د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا: د وسلوالو نښتو کې ۲۰ تنه ووژل شول



فرهاد شنواری خیبر ایجنسی


د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځه یو ځل بیا خونړۍ نښتې شوی دي چې په نتیجه کې یې څه باندې ۲۰ کسان وژل شوی او یو شمیر ژوبل دي.


د خیبر یوه سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن سهار(زیارت ورځ) په ټیليفون مشال ریډیو ته وویل چې نښته بېګا ماښام لګېدلې چې د ده په خبرده، له انصارالاسلام ډلې سره تړاو لرونکو د ځایې خلکو خواوشا لس کورونه هم سوزولي دي او دواړو غاړو پر یو بل سپکې او درنې وسلې کارولې دي.

خیبر: د انصارالاسلام مشر قاضي محبوب الحق او مفتي عزت الله
خیبر: د انصارالاسلام مشر قاضي محبوب الحق او مفتي عزت الله
د انصارالاسلام ډلې یوه ویاند سادات آپریدی وایي، چې ((په دې تازه نښتو کې د دوی پینځه کسان وژل شوي دي او له وسلوالو طالبانو مو دیارلس تنه وژلي دي))

خو وسلوالو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې انصارالاسلام ډله له تیرې اوږدې مودې راهیسې په تیرا میدان کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد مزاحمت کوي او اوس یې په کې له تیرې څه مودې راهیسې د تحریک طالبان پاکستان پرضد هم جګړه پیل کړې ده،او په دا وروستیو کې دواړو ډلو یوه بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په تیرا میدان کې د انصارالاسلام ډلې مشري قاضي محبوب الحق کوي او د میدان سیمې د خلکو په وینا هلته له تیرې اوږدې مودې راهیسې ټول بازارونه او سکولونه خلاص دي او ورځنۍ ژوند په کې روان دی،او نه غواړي چې کومه بله ډله دې سیمې ته راپریږدي.

خیبر: د لشکر اسلام مشر منګل باغ
خیبر: د لشکر اسلام مشر منګل باغ
د ویلو وړ ده چې د خیبر میدان سره اړوندو سیمو لکه تیرا کوکي خیلو او باړه کې هم بد امني ده، د وسلوالو پرضد پوځی عملیات هم دوام لري، چې له لاسه یې په زرګونه کورنۍ نورو خوندي سیمو ته کډه شوې دي. د باړې ځینې کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې او د تیرا کوکي خیلو بېکوره شوي خلک یې په جمرود کې د خپل خپلوانو کره ژوند کوي.

د خیبر ایجنسۍ د لرې پرتو سیمو خلک وایي،د وسلوالو ډلو ترمنځ په نښتو او پوځی عملیاتو کې ولسی وګړو ته هم لوی زیانونه او مرګ ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG