د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ماشومان د ترهګرۍ په تور نیول شوي


خدای نور ناصر مشال راډيو

د کوټې د پولیسو مشر یا سي سي پي او میر زبیر محمود د چار شنبې پر ورځ په يوه خبري غونډه کې وویل؛ دوي له لسو بیا تر شپاړسو کلنو پورې د ماشومانو يوه ډله نیولې، چې وسله والو ډلو ته يې کار کاوو، او په بازارونو او د ګڼي ګوڼي په ځايونو کې يې چاودېدونکي توکي او بمونه ايښودل؛. د زبیر په خبره دې ماشومانو د بلوڅو بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې يونايټيډ بلوچ ارمي لپاره کار کاوه.


؛ چې کوم ملزمان موږ نیولي دي، هغه واړه ماشومان دي. او دا د دیارلسو، څوارلسو کلونو د عمر ماشومان دي. او يونايټيډ بلوچ ارمي نومې وسله والې ډلې لپاره يې کار کاوو چې میاشتنی دوه زره یا پنځه زره کلدارې معاش یې هم ورته ورکاوو؛.

د کوټې د پولیسو مشر په دې خبري غونډه کې د باچا خان څلور لارې او عالمو چوک هغه چاودنې یادي کړې، چې په کې ګڼو اولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، او مسوولیت يې یادې وسله والې ډلې قبول کړی وو.
XS
SM
MD
LG