د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې په لویه کچه نشيي توکي ونیول شو



افغان چارواکي وايي د نشيي توکو ضد ادارې ۲۱ ټنه پوډر او مورفین نیولي دي. دوی زیاتوي چې د سږني کال تر ټولو لویه کامیابي یې د روسيې نشيي توکو مخنیوي وفاقي ادارې په مرسته د هیلي کاپټر د یوې کاروايي پرمهال ترلاسه کړې ده.


ددې کاروايي مشر جنرل عبدالخلیل بختیار پرون د نهې پر ورځ په کابل کې دیوې خبري غونډې پرمهال ویلي د ننګرهار ولایت په شهرزاد ولسوالۍ کې افغان کمانډو پر یو مرکز یرغل وکړ. په دغه مهال په لویه پیمانه کیمايي مواد هم ترلاسه شوي چې د نشيي توکو په جوړولو کې استعمالیږي.

عبدالخلیل بختیار زیاته کړه دا په روان کال کې د ترسره شوي۲۰۰ کاروايانو ورستۍ هغه وه. نوموړی وايي نیول شوي نشيي توکې یې په موقع سوځولي او شپږ لیبار ټیریانې یې هم تباه کړي دي.

افغانستان په نړۍ کې د نشيي توکیو یو له لویو تولېدونکو هېوادونو څخه دی.
XS
SM
MD
LG