د کورمې اېجنسۍ پاړه چنار کې یوه ځوان تن له یوې نجلۍ سره د مینې په تور سنګسار شوی دی. دا پېښه د پاړه چنار په توري قبرستان کې نن د نهې پر ورځ شاخوا دوولس بجې شوې ده.
د پاکستان ځايي استخباراتو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي، چې سنګسار شوی تن نورالدین نومېږي چې د پنجاب صوبې د میانوالي ضلعې اوسېدونکی دی.
ځايي سرچینو ادعا کړی چې سنګسار شوی تن د پاکستاني پوځ ملازم وو.
ځايي خلکو مشال راډيو ته وویل چې نورالدین د پاړه چنار د عیدګاه کالونۍ له یوې نجلۍ سره مینه لرله او د دوی دواړو د تېښتې هڅه کوله چې ځايي خلکو ونیول.
د ځايي استخباراتو د مالوماتو له مخه په سیمه کې یوې ځايي سختدریځه مذهبي ډلې د دغه ځوان د سنګسارولو فیصله کړې.
ځايي استخباراتو مشال راډیو ته وويل چې پولیټیکل انتظامیې هڅه وکړه، چې د مشکوکه مین ژوند په جوړ جاړي وژغوري خو ناکامه شول.
د مالوماتو له مخې تراوسه د نجلۍ سرنوښت یا برخلیک لا مالوم نه دی.