د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د لاسي صنایعو نندارتون

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د پروان، کابل، ننګرهار او کونړ ښځو له خوا د دوي په لاسونو د جوړو شوو صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ظرفیتونو د لوړوالي موسسې مشري میرمن نوریه منصف ازادۍ راډیو ته وویل، دوي سره په نندارتون کې د پروان، ننګرهار او کونړ هغه خویندې ګډون لري، چې څوک په خپلو کورونو کې لاسي څیزونه جوړوي، بیا يي په بازار کې پلوري او له دې لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي. د ننګرهار ولایتي شورا غړي میرمن نیلوفر عزیز وايي، دوي د دې لپاره نندارتونونه جوړوي، څو افغاني خویندې د یو بل له حاله خبرې شي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG