د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا څه کم ۱۷ نیمه لاکه ووټ ورکونکي لري



د ۱۹۹۸م کال د مردم شمارۍ ترمخه قبایلي سیمو کې ۳۵ لاکه خلک اوسیږي. ځینې ځايي خلک وايي، په دې کې دلرو پروتو او غرنیزو سیمو خلک له سرشمېرنې پاته شوي دي . که څه هم تر اوسه نوې مردم شماري نه ده شوې خو د سرشمېرنې او کورشمېرنې د محکمې چارواکي اټکل کوي چې په موجوده وخت کې دا شمیره له ۷۵ لاکه تر ۸۰ لاکه پورې رسیدلې ده.


په داسې حال کې چې په هېواد کې دانتخاباتو لپاره تیاري روانه ده د الیکشن کمیشن اسلام آباد مرکزي دفتر کې د یو چارواکي خورشید عالم نه مو پوښتلي چې تر دې دمه د دې سیمې څومره خلکو دووټ اچولو حق ترلاسه کړی دی.

[په قبایلي سیمو کې تر دې دمه د ۱۷۴۹۳۳۱کسانو ووټونه جوړ شوي، په دې کې ۱۱۵۳۰۷۳ ووټونه د سړو دي او ۵۹۶۲۵۸ ووټونه د ښځو دي. ]

داچې دووټونو داندراج دا سلسله به تر کله پورې جاري وي اویو تن د خپل ووټ مالومات څنګه کولای شي. په دې حقله خورشید عالم وايي.

[دا عمل به د انتخاباتو د نیټې تر اعلان پورې جاري وي، ممکنه ده چې دا اعلان د روانې میاشتې په شلمه یا یویشتمه نیټه وشي. نو اوس هم نهه لس ورځې شته چې خلک د خپل ووټ اندراج وکړي، یا که د چا ووټ په ناسمه پته درج شوې وي او پکې بدلون غواړي نو هم کولې دې لپاره به د خپل موبایل ټیلیفون نه په ۸۳۰۰ باندې د خپل شناختي کارډ نمبر ایس ایم ایس کړي او په جواب کې به ټول مالومات ترلاسه کړي]

که دا چا ووټ نه وي جوړ شوې نو هغوي لپاره څه کول پکار دي په دې پوښتنه نوموړي وویل:

[دې لپاره هم دغه طریقه ده چې په ۸۳۰۰ باندې به خپل د شناختي کارډ نمبر ولیږي او په جواب کې به یې ورته د خپلې ضلعې یا د ایجنسۍ د الیکشن کمیشن د متعلقه چارواکي د ټیلیفون نمبر او نوم راشي. په دغه نمبر به ټیلیفنو وکړي او ټول ضروري مالومات به ترلاسه کړي ]

خورشید عالم زیاته کړه چې د پاکستان الیکشن کمیشن د نور هېواد په څیر قبایلي سیمو کې هم د انتخاباتو لپاره تیاري کړې او په دغه موقع د امنیت ټینګ ساتلو لپاره یې د پوځ سره خبرې اترې کړي دي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG