د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مراد خان خپلځان پر وطن قربان کړ



نجیب الله الوخیل

خوست:- مرادخان له خپلې مړینې څلور ورځې دمخه له کوره خپلې عسکرۍ دندې ته روان شو، هغه مور ته ورغی ، خو مور يې د خپل عصبي تکلیف له امله په دې نه پوهيده چې په خپل سرتیري ‌‌زوی پسې د دعا لاسونه لپه کړي، د کور په دروازه کې يې ۱۶کلن ورور احسان الله ولاړ وو ، مراد ورغی په سر يې لاس راتیرکړاو ورته یې وویل: وروره درس وایه ! مور مو ناروغه ده په ځان نه پوهیږي ډېر پام یې ساته.

زه په دې فخر کوم چې زوی مې خاورې او وطن ته قرباني ورکړه
د مراد خان پلار آدم خان

مراد دا ځل له هر کلیوال بیل، بیل رخصت اخیسته،لکه دی ،چې په دې پوهیده چې نور يې پدې دنیا د قدمونو ځای په ختمیدو دی . مراد خان خپل ټول ژوند عسکرۍ ته ورکړی وو، په اول ځل يې دهلمند په لشکرګاه ښار کې درې کاله په ملي اردو کې عسکري وکړه، ترخیص يې واخیست ،خو بیايې زړه صبر نشو او بیرته يې دخوست له امنیه قوماندانۍ سره یې دویمه دوره عسکري پیل کړه .

هغه 29 کلن وو یو تن ملګری يې ،چې نکیم خان نومیږي او په هلمند کې ورسره درې کاله دعسکرۍ ملګری وو وايي : (( مراد له خپل هیواد او خلکو سره سخته مینه درلوده ،که چیرې عسکر نه وای نو په کلي کې يې هم دهیواد پرضد خبره نه شوای زغملای.))

مراد نږدې یو کال مخکې واده کړی وو او تر اوسه یې ماشومان نه لرل خو کورنۍ يې تمه لري ،چې خدای به مراد ته اولاد ورکړي، دی درې خویندې او د احسان الله او حضرت الله په نومونو دوه کشري وروڼه لري، دوی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ داتمان کلي اوسیدونکی دي، کلی يې د وزیرستان دغرونو په لمن کې اباد شوی دی،مراد په کلي کې ډیر غریب ژوند لري، دوی د خوړ او سیلاب له خویو او ګردیو کاڼو د کور دیوالونه اباد کړي، چې د زړې کلا د دیوالونو ځینې برخې يې بارانونو راغورځولي دي. د مرادخان پلار ادم خان نومیږي، هغه ډیر صبرناک او باحوصله کس دی، کله چې په جومات او حجره کې له میلمنو سره خبرې کوي دومره ډاډه ښکاري،چې اصلاً څوک داسې تصور نه شي کولای ،چې هغه به خپل یوازینۍ ژڼی او د کار زوی له لاسه ورکړی وي.

د مراد خان پلار آدم خان او د هغه کشر ورو احسان الله
د مراد خان پلار آدم خان او د هغه کشر ورو احسان الله
هغه هڅه کوي د مراد خان ملګري ،چې فاتحه ته يې ورځي خوشاله وساتي او ټولو ته ډاډګیرنه ورکړي ،خو مراد په خپلو ملګرو او کلیوالو ډیر ګران دی او د هغه د کشریو وروڼو په لیدو يې په سترګو کې اوښکې نه دریږي.

مراد دمارچ میاشتې په 9مه دشنبې په ورځ له خپلو ملګرو سره د خوست مرکز د کونډیو په سیمه کې پرګزمه ځي ،هغه د خپلو نورو ملګرو تر شا روان دی، ناڅا په متوجه کیږي، چې یو نااشنا کس چې په لاس کې يې پلاستیکي خلطه ده، غواړي په وارخطایی د دوی د ملګرو منځ ته ورننوځي ، مراد وار نه خطا کوي او دې نااشنا کس ته غیږه ورکوي. سمونمل ګلاجان چې د پولیسو د اولې حوزې قوماندان دی او مراد خان يې له دریو کلونو سرتیری وو وايي : ((مراد خان له بریدګره ټینګه غیږه راتاو کړه، خو موږ نه پوهیږو ،چې د دې بریدګر ریموټ د بل چا په لاس کې وو، که هغه په دې وتوانیده چې لاسونه سره غبرګ کړي ، په دې حالت کې سرې لمبې پورته شوې او دا پیښه رامنځته شوه.))


ګلا جان وویل که چیرې مراد خپله سینه دې بریدګر ته نه وای سپر کړي نو خدای خبر چې څوک دې له دې پيښې روغ رمټ راوتی وای.

د مراد خان د ملګرو په وینا هغه یو زړه ور سرتیری وو، هغه خپل ټول ژوند سربازۍ ته سپارلی وو. پلار يې هم ویل،چې مرادخان نیت لاره، چې دژوند تر پایه به عسکر پاتې کیږي.

ده د پولیسو په لیکو کې هم څلور میاشتې مخکې خپله دویمه دوره درې کلنه عسکري پوره کړې وه ، خو قوماندان ګلا جان وايي ،چې دا دی تاسو يې په خپله وګورئ، اوس يې دریم ځل لپاره هم ددریو کلونو لپاره په قرارداد ګوتې لږولې وې.

مراد سره هم دژوندانه لوبې عجیبه شانتې وې ،دوه کاله مخکې يې مور ناڅاپه عصاب له لاسه ورکړل او هم يې دوجود غړي فلج شول ، اوس هغه پدې پوهیږي ،چې په کور کې يې یوه لویه پیښه شوې ،خو داه نشي درکولای ،چې نور يې مراد نشته او پیغله نږور يې کونډه شوې ده.
ادم خان د خپل زوی پر مړینه ویاړي او وايي :

((زه په دې فخر کوم چې زوی مې خاورې او وطن ته قرباني ورکړه،که خدای مه کړه د ده مړینه په یو بد کار وای نو ما به د کمي احساس کولی خو زه خوشاله یم او ډیر فخر کوم .))

کله مې چې د ده له کشري ورور احسان الله څخه وپوښتل، چې مراد ورته وروستۍ څه خبرې وکړې په ژړه غوني اواز يې وویل : ((سبق ووایه، د مور او پلار احترام کوه او په ناروغه مورمې ډیر پام ساته.))

کله مې چې له احسان وپوښتل ،چې غواړې په راتلونکې کې کوم مسلک غوره کړي هغه وویل : (( غواړم د مراد غوندې پولیس شم.))

کله چې زه د مراد قطعې ته ورغلم نو د دوی حوزه د خوست ښار د تخته بیکې په غونډۍ کې وه ، د هغه ډیر سرتیري ملګري راباندې راغونډ شول، هغوی د مراد پر مړینه سخت خوابدی ول ، دوی غوښتنه درلوده ،چې یوه جاده ،سړک ،ښوونځی یاروغتون دې د مراد خان په نوم ونومول شي ،تر څو نوم يې هیڅکله هم د خلکو له حافظې ونه غورځي، دوی ویل پرون داخله وزیر صیب هم دمراد عکس او شهرت غوښتي وو، وګوروچې وزیر صیب مراد ته څه کوي؟؟
XS
SM
MD
LG