د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبشري حقونو ادارې دپاکستان دلږکیو حالت اندیښمن کړي



ډان ورځپاڼه په یوه مقاله کې لیکي، په داسې حال کې چې د خالي په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې د عیسوي اقلیت سره د تعلق لرونکیو خلکو کورونه وسوځول شول، د انساني حقونود څار نړیوالې ادارې هېومن رایټس واچ د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې چې د هغو مذهبي وسله والوډلوپرضد دې ګامونه پورته کړي، چې د تشدد په دغو پېښو کې یې لاس درلودلو.


دورځپاڼې په وېنا د انساني حقونو نړیوالو او پاکستاني ډلو لا د وړاندې نه د مذهب د سپکاوي په قانون کې داصلاحاتو غوښتنه کوله، خو په لاهور کې د قهرجنو مظاهره چیانو ددې ښار په عیسوي میشته سیمه کې برید، کورونو ته د اور اچونې او د سلګونو عیسوي مذهبو کسانو د سیمې نه تښتیدلو ته د مجبورلو پیښې دغه قانون لا نور د پوښتنو لاندې راولي .

ورځپاڼه پاکستان کې د بشري حقونو د څار دادارې د مشر علي دایان حسن دخولې لیکي د لاهور په جوزف کالونۍ قهرجنو خلکو بریدو وکړ او دا تور یې ولګوو چې دلته د مذهب سپکاوی شوی. دا هغه تور دی چې ددې هېواد اقلیتونه یې له وجې د خطرونو ښکار دي. نوموړې زیاتوي تر څو چې د هېواد مرکزي او صوبايي انتظامیې د امتیازي سلوک په هکله خپله تګلاره نه وي بدله کړې ، ترهغې امنیتي ادارو ته پکار دي چې د تعصب نه بالاتر د مذهبي اقلیتونو د حفاظت لپاره ګامونه پورته کړي ،ځکه چې هغوی په واضحه توګه د خطر سره مخ دي.

ورځپاڼه لیکي، مذهبي توپیر او ټولنیزه ځورونه د پاکستان په پنجاب صوبه کې ډېره عامه ده. دغه صوبه چې پکې د مسلم لیګ نواز ګوند واکمني ده، هېومن رایټس واچ د یاد ګوند نه غوښتنه کړې چې د عیسیانو، احمدیانو او نورو اقلیتونو خلاف د پارونې او تشدد د کمپاین خلاف دې مناسب اقدامات ترسره کړي.

په عین حال کې هیومن رایټس واچ د متعلقه حکومتي ادارو نه غوښتنه کړې چې په حکومت دې د۲۹۵ او ۲۹۸ دفعاتو د ختمولو لپاره فشار واچوي، دا دفعات د مذهب د سپکاوي او د احمديانو دمخالفت په اړه دي. په دې کې د ۲۹۵ -سي نومې دفعه د مذهب په سپکاوي کې ککړ تن ته د مرګ سزا لازمي ګرځوي.

ورځپاڼه د علي دایان حسن په حواله وايي ددې دفعاتو بد اثر دا دی چې په رڼا کې یې خلک داقلیتونو خلاف قهرجنو مظاهرو او تشدد ته هڅول کیږي. او تر څو چې دا ډول قانون موجود وي او دعدالت او ګواهانو بغیر په لارو کوڅو کې یې ناپوهه او قهرجن خلک عملي کوي، پاکستان کې به د مذهب په نوم د تشدد لړۍ روانه وي.
XS
SM
MD
LG