په پاکستان کې د تعلیمي نظام ماهران وایي ، د اعلی تعلیم د خورولو لپاره پکار ده چې د فاصلاتي تعلیمي نظام جال په ګړد ملک کې پراخ کړل شي.
دا مهال په اسلام اباد کې د علامه اقبال اوپن یونیورسټي زدکونکو ته د فاصلاتي تعلیمي نظام اسانتیاوې برابرې کړې دي خو د نور ملک په ګډون خیبر پښتونخوا د داسې زدکړو هیڅ سهولت نه لري.
د پښتونخوا د تعلیمي نظام د ماهرانو په باور د اعلی تعلیم د سهولتونو نشتوالي هغه پښتانه له ستونزو سره مخامخ کړې دي چې غواړي د خپل کار تر څنګ اعلی تعلیم هم حاصل کړي.
د روښانه مستقبل د دا اونۍ پروګرام هم دې موضوع ته ځانګړې شوې چې د مشال همکار منورشا یې چمتو کوي.
نښلول
شریک کړئ
روښانه مستقبل
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:18:50
0:00
د ډاېرېکټ لېنک