د لاسرسي ځای

تازه خبر

زموږ ناوې ښايسته ده




داود تپان -پکتيا

“زموږ ناوې ښايسته ده”
دوه،دوه تاره يې اخلئ،سر يې ورو، ورو بېلوئ
زموږ ناوې ښايسته ده په ورو،ورو يې جوړونه،په نخرو يې جوړونه..."


د واده دغه بدله یا سندره ښايي له پېړیو راهیسې د ودونو په شپو ورځو کې د ځوانانو او پېغلو له خوا يا غږول کيږي او يا هم په لوړ اواز زمزمه کيږي،خو ځينې وختونه په پکتيا کې د ودونو پر مهال د ناوړه منل شويو رواجونو له امله د ناوې او زوم د کورنيو په منځ کې د واده دخوښۍ دغه سندرې د وير په نارو بدليږي.

پکتيا کې د زيات ولور تر څنګ نور رواجونه لکه په ودونو کې کبا اخيستل، د واده په شپو ورځو کې د بابیړي په نوم د ناوې د پلار له لوري د زوم له کورنۍ څخه له ټا کلې اندازې زياتې پيسې اخيستل او د ناوې کورته د خېښي په ورځ زيات کسان وروستل هغه رواجونه دي چې د ناوې او زوم د کورنيو تر منځ خوشالي په خپګان بدلولای شي.

واده د خوښۍ او خوشالۍ نوم دی، ځوانان او پېغلې ګرم تاويږي، دريا اتڼونه او ګډاګانې کوي، هېڅوک د ستړيا احساس نه کوي او په خوشالۍ اخته وي خو کله،کله داسې هم شي چې د خوښۍ دغه مراسم په خپګان بدل شي، د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی ګل کريم وايي : د واده خوښي چې خلک يې لېواله وي د ناوړه منل شويو دودونو له وجې په غم بدليږي، دی وايي خلکو ته بايد خپله خوشالي مهمه وي نه د داسې دود پالل چې په غم او جنجال واوړي :

“د ودونو په وخت کې يو رواج دا هم دی چې چا خور يا لور د ولور په بدل کې ورکړې وي هغه بيا په يو او بل نوم د زوم له کورنۍ نه پيسې غواړي چې په دې سره هغه خپه کيږي او جنجال ترې جوړيږي،بيا هغه د ناوې لوری ناوې نه ورکوي او په دې سره مشکل جوړ شي او دواړه کورنۍ په غم ککړې شي“.

په ودونو کې د ناړه دودونو د پاللو خبره ډېر ځوانان او سپينږيري کوي او ښه يې نه ګڼي اجمل مسعودزی هم هغه ځوان دی چې دا کار د ټولنې په تاوان ګڼي او د يو رواج يادونه کوي وايي : د ورا او او له واده نه وړاندې د خېښو د ډوډۍ لپاره خسر خېل د زوم د کورنۍ او کليوالو لپاره ډوډۍ تياره وي چې د زوم د کورنۍ له لوري ورته له ټاکل شويو کسانو زيات کسان وروستل کيږي چې په پايله کې ترې ستونزه پيدا کيږي :

“دا بعضې خلک چې دوستي سره کوي، د واده په ورځ د ټاکل شويو کسانو نه زيات کسان ورولي چې دا د خپګان سبب ځکه کيږي چې هغه کورنۍ د هغه شمېر کسانو له پاره خوراک او سامان تيار کړی وي چې ورسره ټاکل شوی وي او که زيات ورشي حتمي ده چې مشکل جوړيږي؛ ښه دا ده چې هغه ټاکل شوي کسان ورشي نه زيات“

دغه دودونه چې خلک يې پالي د ډېرو خلکو د کرکې وړ ګرځيدلي او مخکې له دې چې يوه نجلۍ يا ځوان سره کوژدن یا نامزاد کړي، نو دواړه کورنۍ په دې سره سلا کيږي چې د واده پر مهال به شته ناوړه دودونه لکه( کبا، د تره د دروازې په نوم اخيستونکې پيسې) او نور ډېر د واده ورځې دودونه به تر پښو لاندې کوي او نه به يې پالي.

داود تپان -پکتيا
XS
SM
MD
LG