د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې ته د افغان سفیر سفر او د کډوالو ستونځې



په اسلام اباد کې د افغانستان لوي سفیر محمد عمر داودزی په دې موخه د جمعرات په ورځ کوټې ته راغلی، چې همدلته په بمي چاودنه کې د وژل شويو او ټپي شويو له کورنیو سره غم شريکي وکړي.


تردې وروسته چې دې کورنیو ته يې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي خصوصي پيغام ورورساه، دوی ته يې هغه نغدي مرستې هم ورکړې، چې د افغان ولسمشر له لوري ورته اعلان شوې وې.

افغان سفیر په بلوچستان کې د مېشتو افغان کډوالو له مشرانو سره هم ولیدل، او د هغوی په ستونځو يې ځان خبر کړ. له دې مشرانو سره تر خبرو وروسته داودزي له مشال سره په خبرو کې وویل؛ دافغان کډوالو د ستونځو هوارېدو لپاره به هم په کابل کې له خپل حکومت سره او هم له اسلام اباد سره خبرې وکړي.

؛ ما د دوی ټولې ستونځې واورېدې. اکثره ستونځې يې عمومي دي، چې په نور پاکستان کې يې کډوال لري. زه به هڅه کوم چې د دوی دا ستونځې تر يو ځايه ورسوم. او د حل لپاره يې يو څه وکړو؛.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرعمر داودزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه. د همدې لپاره چې په بلوچستان کې د افغان کډوالو ستونځې هوارې شي، د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ يې د بلوچستان له ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي سره هم ملاقات وکړ. چې د ده په وینا د ګورنر دده په مخ کې د ځينو ستونځو د هوارولو امر وکړ.

؛ تردې مخکې چې د مهاجرینو له مشرانو سره مې لیدلی وای لومړی مې د بلوچستان له ګورنر سره ملاقات وکړ، دا ځکه چې په کوټه کې زموږ قونسل جنرال د دې کډوالو ټولې ستونځې راسره شريکې کړې وې. له ګورنر سره په ملاقات کې نوموړي ډېرې خبرې راسره ومنلې، او د ځينو مشکلاتو په اړه خو يې په هم هغه وخت کې امر صادر کړ، چې د کډوالو ستونځې دې هواري شي؛.

د مسلم باغ افغان کډوالو کېمپ يوه مشر ملک نادر مشال راډیو ته هغه ستونځې په ګوته کړې، چې دوی د افغانستان د سفیر دوادزي مخې ته ايښې وې.

؛ زموږ لوی مشکلات دا دي، چې کارټونه مو هر درې کاله وروسته را ته نوي کېږي، بله د کډوالو حج ته تلو لویه ستونځه ده، چې نه له افغانستانه تلای شو، او نه هم له پاکستانه... او داسې نورې ستونځې مو مخې ته ورته کښېښودې، خدای دي وکړي چې سفیر صیب يې راهواري کړي؛.

د ویلو وړ ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر محمد عمر داودزي کوټې ته د سفر لویه موخه دا وه، چې د کوټې د هزاره ټاون په علي اباد سیمه کې په چاودنه کې د وژل شويو افغان کډوالو له کورنیو ته مالي مرستې ورسوي، او له هغوی سره غمرازي وکړي. د روان کال د فیبرورۍ په شپاړسمه نېټه په علي اباد سیمه کې چاودنې د نورو وګړيو تر څنګ شاوخوا ۹۰ افغان کډوالو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.
XS
SM
MD
LG