د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د سولې خبرو ته لېواله دي




دي ډېلي بیسټ لیکي، د طالبانو له خوا یو دم له امریکا سره د خبرو بیا پیلول ښيي چې هغوی له خپلې لار بیرته ګرځېدلي دي. داسې ښکاري چې دا ځل به دوی د افغان ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره هم خبرې وکړي. تر دې مخکې طالبانو تل د کرزي حکومت د امریکا ګوډاګي په نوم یاد کړی دی.

په تېره یوه میاشت کې یو شمېر لوړ پوړو طالبانو د کوټې او قطر تر منځ تګ راتګ کړی دی. کوټه د طالبانو محفوظ مرکز ګڼل کېږي.

د طالبانو یوه سیاسي غړي ذبیح الله دي ډېلي بیسټ ته ویلي: دوی اوس مهال ((په باقاعدګۍ د قطر او کوټې تر منځ سفر کوي.)) د ورځپاڼې په خبره، د نوموړي خبرې پخوا هم باوري او سمې زبات شوې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د پروپاګنډې یو مهم مشر امیر خان متقي قطر ته تللی وو او بیا یې کوټې ته رپورټ ورکړل. عبدالواسع چې د طالبانو د وخت د سرې میاشتې ادارې مشر وو، هم تېره میاشت قطر ته تللی وو چې هلته د خبرو اترو له پاره خپل پوخ دفتر پرانیزي. واسع یو کال مخکې له یوه افغان زندانه خوشې کړل شو. یو شمېر هغه طالبان چې په قطر کې په مېلمستونونو کې اوسي، اوس اپارتمانونو او کورونو ته د منتقلېدو په مراحلو کې دي. ځینې خو خپلې کورنۍ هم هلته بیايي.

ورځپاڼه د دوو لوړ پوړو طالبانو له خولې لیکي، د طالبانو وخت پخواني دفاع وزیر ملا عبید الله اخوند کورنۍ په کراچۍ کې اوسېده. د هغه کورنۍ اوس قطر ته ځي. اخوند درې کاله مخکې د پاکستان په یوه زندان کې مړ شو.

همدا راز، د استاد یاسر کورنۍ هم قطر ته ځي. ورځپاڼه لیکي، د کوټې او قطر تر منځ دا تګ راتګ د پاکستان په سلا او منظورۍ کېږي.

د طالبانو یو پخوانی مشر وايي: ((د کوټې او قطر تر منځ چې د اړیکو یا رابطو تشه وه هغه لرې کړل شوې ده.)) د ده په خبره: ((اوس طالبان په ډاډ دفتر پرانیستای شي او له شورا سره په رابطه کې پاتې کېدای شي او هدایات یا لارښوونې تر تر لاسه کولای شي.))

د طالبانو د کوټې شورا یو لوړ پوړی غړی وايي: ((که څه هم پاکستان د کوټې او قطر تر منځ د طالبانو سفرونه څاري، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر له نظر سره اوس خوشاله دی.))

یو بل طالب مشر وايي: ((که پاکستان طالبانو او نورو افغاني ډلو ته اجازه ورکړي چې په ازادۍ له یو بل سره خبرې وکړي نو بیا په افغانستان کې سوله راتللای شي.))

دې ټولو طالب مشرانو د نوم نه ښودو په شرط له ډېلي بیسټ سره خبرې کړې دي.

ورځپاڼه د یوه طالب له خولې زیاتوي: ((طالبان نه غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو ښه کولو له پاره موقعې له لاسه ورکړي.))
XS
SM
MD
LG