د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې چادونې ځپلو افغانانو ته د افغان دولت مرستې


کوټه: افغان سفیر محمد عمر داودزی له غمځپلو کورنیو یوه غړي ته مرسته وېشي.
کوټه: افغان سفیر محمد عمر داودزی له غمځپلو کورنیو یوه غړي ته مرسته وېشي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هدایت له اسلام اباد څخه راغلي پلاوي د وژل شويو کسانو کورنیو ته دا مرستې ورکړې. په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر محمد عمر داودزي د جمعرات په ورځ په کوټه کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د وژل شويو کورنیو ته یو يو لک افغانۍ او ټپي شويو ته پنځوس پنځوس زره افغانۍ ورکړې. د افغانستان سفیر محمد عمر داودزي د وژل شويو کسانو کورنیو ته د صدر حامد کرزي د غمرازۍ پيغام هم واوراوه.

محمد عمر داودزي له دې کورنیو سره په خپلو خبرو کې وویل؛ چې دی او افغان دولت په دې پېښه کې د وژل شويو او ټپيانو له کورنیو سره په دې غم کې خپل ځان شریک ګڼي.

؛ کله چې مې ماښام ټيلیویزن خلاص کړ، نو ومې لیدل، چې په کوټه کې چاودنه شوې ده. او په کې ډېری کسان وژل شوي دي. په دغه لحظه مې په زړه کې راتېره شوه، چې په دې سیمې کې هم زموږ مسلمانان وروڼو ژوند کوي. خو خداي دي نه کوي، چې په دې پېښه کې کوم افغان کډوال وژل شوی وي، ځکه چې هغه ما ته تر هر چا راتېر دي، او د هغوي درد ما ډېر دردوي. په هغه لحظه مې له خدای دا وغوښتل چې د وژل شويو کسانو له جملې څخه افغان کډوال نه وي؛.

د علي اباد سیمې په دې چاودنه کې يو تن چې د کور پنځه غړي يې وژل شوي وو، د مرستې د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان له دولته مننه وکړه، او زیاته يې کړه، که څه هم په دې مرستې زما د کور وژل شوي کسان بیرته نه راځي، خو بیا هم د افغانستان د ولسمشر ددغه کار ډېر درناوي کوو.

؛ ما په دې پېښه کې د کور پنځه غړي له لاسه ورکړل، راضیه چې زما میرمن وه، قبرا زما يوه لور، او بله رقیه، زهرا چې زما د ورېندار وه، او د هغې زوي ټول ووژل شوو. د افغانستان له دولته مننه کوم، چې زما په زخمونو يې ملهم ولګول.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د فیبرورۍ په شپاړسمه نېته د هزاره ټاون په علي اباد سیمه کې چاودنې درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. چې په کې تر نیوي پورې افغان کډوال وژل شوي او ټپيان وو.
XS
SM
MD
LG