د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ځوانانو ملي ټولنې څانګه پرانيستل شوه




جلال اباد: د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې چارواکي وايي، چې د تيرو پنځو کلونو راهيسې يې د ټول افغانستان په کچه په زرګونه تنه ځوانان له ځانه سره ملګري کړي او د ځوانانو د حقوقو د لاس ته راوړو تر څنګ د قومي او ژبني تعصب نه پرته د ملي يو والي او دايمي سولې له پاره کار کوي.


د ځوانانو د ملي ټولنې د پرانستي غونډه چې د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د سې شنبې په ورځ جوړه شوې وه، په سلګونه تنه ځوانانو په کې برخه لرله چې د ويناوالو په خبرو کې ورته د ټولنې کړنلاره روښانه کړی شوه.

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې د خيتځو ولايتونو لپاره يوه شپږ کسيزه موقتي کميټه وټاکل شوه چې پر ننګرهار سربيره به په کونړ، لغمان او نورستان نو کې ځوانان ملي وحدت او سولې ته رابولي.

د يادې ټولنې د ختيځي سيمو د څانګې د مشرۍ له پاره د علاو الدين صميم ساپي په نوم يو تن غوره شوې و.

نوموړي وويل: هڅه به وکړي چې د ټول هيواد په کچه ځوانانو ته خدمت وکړي.

« زه دا وعده کوم چې يوازې د مشرقي په سطحه نه بلکې د ټول افغانستان په سطحه به زما کوشش دا وي چې دغه ځوانان، دغه ملګري او دغه دوستان به د ملي وحدت، يو والي او د دې وطن د راتلوونکي په خاطر او د يوې دايمي سولې لپاره به کار وکړو چې دغه وطن په خپلو پښو او خپلو مټو باندې ودريږي.»

د يادې ټولنې يو تن غړی وايي بايد پس له دې نه ځوانان لاس تر زنې کيننني او د خپل هيواد خدمت پخپله وکړي.

« عادل مې نوم دی او د خوګياڼو ولسوالۍ اوسيدونکي يم. په افغانستان کې ډير مشکلات شته دی، موږ غواړو چې هغه له منځه يوسو. د افغانستان د راتلوونکي بنياد به همدا ځوانان ږدي. بايد نور موږ د خپلې خاورې لپاره خدمت وکړو، زموږ راتلونکی بايد تعليم يافته شي. زه هم د دغې ټولنې يو غړی يم او غواړم چې د همدغه مرام لپاره کار وکړم.»

د ننګرهار د ځوانانو د امريت مشر مطيع الله احمدزی وايي: که ياده ټولنه په ريښتنيولۍ سره کار وکړي، د دوی امريت يې هر ډول مرستې ته تيار دی.

« که چيرته دوی په خپلو اهدافو کې دا رانغاړلي وي چې د هيواد د بيا رغونې لپاره به کار کوي، د سولې په راوستو کې به کار کوي، همدا راز د ځوانانو د ځوانانو د اعادي لپاره به کار کوي. د دغو مسايلو لپاره که د دوی هڅې وي او راتلوونکي پلانونه ولري، د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت يې هر ډول مرستې ته تيار دي.»

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې چارواکي وايي چې د تيرو پنځو کلونو راپديخوا د قومي او ژبني تعصب نه پرته د ځوانانو د حقوقو د اعاده کولو تر څنګ د ملي وحدت او سولې لپاره هڅې کوي، چې په زرګونه تنه ځوانان يې د ټولنې په چوکاټ کې له ځانه سره ملګري کړي دي.
XS
SM
MD
LG