د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو کړکېچن هېواد، او د کراچۍ ادبي مېله





د امريکايي ټايم مجلې په يو راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې د نړۍ پام په دې تېرو کالونو کې په پاکستان کې له اسلامي سخت دريځۍ سره تړليو مسالو ته اوښتی، يو شمېر ليکوالانو په دې وروستيو کې هڅه کړې چې له خپلو لوستونکو سره د دغه هېواد د خلکو په اړه نوي او دلچسپ مالومات شريک کړي.


په دغو پاکستانيو ليکوالانو کې يو محسن حامد دی چې امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز يې د کار ستاينه کړې ده. دغه راز بل ناول ليکونکی نديم اسلم دی، چې دی بيا بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين د يو تکړه ليکوال په توګه ياد کړی دی.

ټايم مجله ليکي، پاکستانيو ناول ليکونکو تېره مياشت د کراچۍ او لاهور په ادبي مېلو کې له خپلو لوستونکو سره وليدل. مجلې د خبريال او ليکوال محمد حنيف خبره راخيستې چې وايي، په پاکستان کې خلک اوس يوازې د واده په مراسمو او وليمو کې يو له بل سره ويني. د موسيقۍ کنسرټونه هم له مينځه تللي دي. په نور غونډو او مېلو کې هم د خلکو د شرکت کچه کمه شوې ده. د کراچۍ او لاهور ادبي مېلو خلکو ته يو ښه فرصت په لاس ورکړ چې له خپلو کورونو بهر ووځي او يو داسې ځای ته لاړ شي چې د کتابونو په هکله خبرې په کې وکړي.

د مجلې په راپور کې وړاندې ليکل شوي، د حيرانتيا خبره دا ده چې په دغو دواړو ادبي مېلو کې د يادو ښارونو د سکولونو او کالجونو په زرګونو زده کوونکو ګډون وکړ او له ليکوالانو يې پوښتنې وکړې.

مجله کاږي، د پاکستانيانو لپاره د تشويش وړ خبره دا ده چې نړيوال دوئ ته د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې په تناظر کې ګوري. په دغه لړ کې په دې وروستيو کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د موندلو او بيا يې د وژل کېدو پر موضوع د جوړ شوي امريکايي فلم (زيرو ډارک ترټي) يادونه شوې ده.

د مجلې په راپور کې د ناول ليکونکي نويد اسلم خبره راخيستل شوې چې وايي، د نړۍ ځينې خلک پاکستان ته يوازې د يوه خطر په توګه ګوري. نوموړي زياته کړې، هر څوک د پاکستاني ولس له ورځنيو ننګونو او کړاونو خبر دي، خو په وينا يې، د پآکستانيانو د ژوند هم د نورو هېوادونو د خلکو د هغې په څېر بېلا بېل اړخونه دي چې بايد پام ورته وشي.
XS
SM
MD
LG