د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ چاودنې د غزني وګړي هم وژلي


کراچۍ : د تیر اتوار په ورځ د کراچۍ په عباس ټاون کې د چاودنې له امله ۴۸ کسان وژل شوي او له۱۰۰ زیات ژوبل شوي وـ په وژل شوو کسانو کې د افغانستان د غزني ولایت د میري ولسوالۍ دوه ځوانان نصر الله او عبدالغني هم شامل دي ـ


د وژل شویو کسانو کلیوال عبدالله مشال ریډیو ته وویل، چې نصرالله او عبدالغني له تیرو لو کالونو راهیسې په عباس ټاون کې د ډوډی پخلو تنور درلود.

د عبدالله په خبره د اتوار په شپه د نصرالله تناره ته څیرمه چاودنه وشوه چې په کې نصرالله او عبدالغني ووژل شول او دهغه دوه وروڼه سخت ژوبل شول ـ

((چې کله د تناره څنګ ته بم وچاودیلی، موږ ورغلو ، دنیا پرته و .چغې نارې وې هر چا خپل مړي اوچتول زموږ دوه کسان په کې وژل شوي دي او دوه نفر په کې شدید زخمیان دي ـ زخمیان داوره کوچنیان دي ))

عبدالله وایي د افغانستان د غزني د ولایت ګڼ شمیر خلک د کراچۍ ښار په بیلابیلو برخو کې تنورونه لري ـ د هغه په خبره د وژل شوی نصرالله په راتلونکو څو ورځو کې وطن ته ستنیدونکی و، چې د پېښې ښکار شو


((نصرالله کراچۍ ته د لسو کالو په عمر کې راغلی و، په همدې کراچۍ کې په مزدورۍ کې رالوی شو. اوس درې څلور میاشتې مخکې یې واده کړې و . خو تراوسه کور ته تللی نه و، په دې ورځو کې وطن ته تلونکې و .پلار او مور دواړه یې ژوندي دي خو هغوي زاړه دي. نه یې د مزدورۍ بل لوی زوی شته. زموږ د مساپرو دغه ژوند دی, که په وطن کې مو جنګ نه وې او کراري وې نو مونږ دلته څه کول ))

سند حکومت د عباس ټاون په پېښه کې د وژل شویو کسانو لپاره ۱۵ ،۱۵ لاکه او د زخمیانو لپاره ۱۰ ،۱۰ لاکه روپۍ نقده مرسته اعلان کړې ده ، خو عبدالله وایي دوه زخمیان ورته په هسپتالونو کې پراته دي او دوه مړي یې د چندې په پیسو خپل پلرني ټاټوبي ته استولي دي ـ

کراچۍ کې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو د جنازې وروسته شییعه ګان د حکومت خلاف نارې وهي
کراچۍ کې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو د جنازې وروسته شییعه ګان د حکومت خلاف نارې وهي

د هغه په خبره تراوسه ورسره حکومت هیڅ مرسته نه ده کړې ، او شاید ونه یې کړي ځکه چې هغوی په دې خاوره بې وطنه او مساپر دي .


((ددوي مړي یوه شپه په هسپتال کې پراته ول. بیا سهار مو ورته تابوتونه جوړ کړل ، زموږ د سېمې خلکو کې ورسره چا ۴۰۰۰،چا ۲۰۰۰،چا ۱۰۰ روپۍ مرسته وکړه ، ۵۰ زره روپۍ مو چنده ورته وکړه او بیا مو وطن ته د دوشنبې په ورځ په موتر کې واستول غزني ته له کراچۍ درې ورځې د موټر لار ده))

عبدالله وایي ددوي د تنور ترڅنګ د بلوچستان صوبې پشین سېمې سره تعلق لرونکو کسانو د چایو هوټل لرلو ، د هغه په وینا د چاودنې په نتیجه کې د هوټل یو تن وژل شوې او درې نور سخت ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG