د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړی سلطان ترین وتېښتول شو


د بلوچستان اسمبلۍ غړی سلطان ترین
د بلوچستان اسمبلۍ غړی سلطان ترین




د بلوچستان اسمبلۍ غړی او پخوانی صوبايي وزیر ملک سلطان ترین د دوشنبې په شپه له کچلاغ سیمې تښتول شوی دی.

د سلطان ترین کشر ورور شېرمحمد ترین مشال راډيو ته وویل ؛ هغه تېره شپه له کوټې څخه پښين سیمې ته روان وو، چې له کچلاغ سیمې وتښتول شو. د شېرمحمد په وینا له شلو بیا تر پنځه ویشتو پورې وسله وال په څلورو موټرو کې راغلي، او سلطان ترين يې تښتولی دی.

؛ د شپې د پاکستان په وخت ۷ یا ۸ بجې دا پېښه په کچلاغ سیمه کې شوې. چې له هغه راهیسي مو له سلطان ترین سره هیڅ رابطه نه ده شوې؛.

د شېر محمد ترین په وینا د دوی له هیچا سره بد نشته. د سلطان ترین په شمول يې ټوله کورنۍ له عوامي نیشنل ګوند سره تعلق لري. شېرمحمد ترین زیاته کړه، لومړی تښتوونکو د سلطان ترین محافظ هم وړی وو، خو وروسته يې بېرته خوشی کړی دی.

د کچلاغ پولیسو تاڼې مشر جاوېد بیا د سېشنبې په غرمه مشال راډيو ته وویل؛ سلطان ترین د کچلاغ سیمې له زیات کراس څخه تښتوول شوی دی.

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې د وکیلانو احتجاج د پراسیکیوټر جنرل بلوچستان واسع ترین د تښتوونې پر ضد لا هم روان دی، چې يو بل لوړ پوړی چارواکی د وسله والو له لوري وتښتوول شو. تر اوسه د سلطان ترین د تښتوولو مسوولیت لاهم کومې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG