د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانې ښځې د سولې بهير کې ونډه غواړي




جلال اباد:ـ په ننګرهار کې د سولې د بهير د پياوړتيا په لار کې د ښځو د ونډې په اړه يو ورځنی کنفرانس د يکشنبې په ورځ جوړ شوی و چې د مدني ټولنو ښځينه او نارينه وربلل شوي ول.

له جګړو نه ښځينه هم هماغومره ستړې شوي، څومره چې نارينه دي.

د مدني ټولنو ښځينه وو او نارينه وو استازو له افغان حکومت نه وغوښتل، چې دسولې دبهير دلاپياوړتيا لپاره دې ښځينه هم مرستې ملګرتيا ته وروبلل شي. دوی ويل، له جګړو نه ښځينه هم هماغومره ستړې شوي، څومره چې نارينه دي.

د مدني ټولنو د بشري شبکې د دفتر مسوول ډاکټر نعمت الله همدرد داوخت وويل:

« لکه څنګه چې په يوه کور کې د ښځې ونډه ډيره مهمه ده، بناٌ د سولې په پروسه کې هم د ښځو ونډه ډيره مهمه ده. او بله دا چې د افغانستان د اساسي قانون په دوه ويشتمه ماده حکم کوي چې د افغانستان د اطباعو تر منځ هيڅ ډول توپیر او امتياز نه شته، ښځې هم د نارينه وو په څير د ټولو اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي حقوقو لرونکي دي. بناٌ دغه يو سياسي حق دی، ځکه چې د سولې په پروسه کې د ملک سرنوشت ټاکل کيږي، بايد د ښځو ټولو نظرياتو او وړانديزونو ته په کې ځای ورکړل شي.»

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې مسوول حبيب الله ننګ وويل، که د سولې عالی شورا له بې طرفه اشخاصو څخه جوړه شوې وه، نو د سولې په راوستو کې به مثبته تمامه شوې وه.

« که چيرې د سولې شورا له مدني ټولنو څخه تشکيل شوې وه، يوه غټه ګټه به يې دا وه چې کيدای شي مخالفينو هم په دې باندې باور کړی وی چې دا د دولتي ساختار نه نه دي معرفي شوي او دا هغه څوک دي چې د افغانستان د خلکو لپاره کار کوي، نو په دوی باندې به هم د هغوی باور و او هم به د دولت باور و. او کيدی شول چې يو مثبت رول يې درلودلې او د افغانستان په سوله يې تاثيرات ډير شوي وو.»

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستياله مقدسه معراج وايي چې افغان ميندو خپلو بچو ته په سمه توګه تربيه نه ده ورکړې ، ځکه خو جنګي حالت پر افغانستان مسلط دی.

« د تيرو ديرشو کلو راهيسې زموږ ميندو داسې بچيان روزلي دي چې هغه هميشه دې ته ضرورت لري چې يو بهرني قوت بايد راشي او په افغانستان کې مداخلت وکړي. مخالف لوری دی او که حکومت وي، دواړه يې په خارجي قوتونو استوار وي. زه غواړم چې د ميډيا له لارې په خپلو خويندو ميندو غږ وکړم چې داسې تربيه خپلو اولادونو ته ورکړي چې هغه خپل وطن خپله مور وګڼي. همدغو ښځو که خپل مسووليت په سمه توګه سر ته رسولی وی اوس به زموږ حالت داسې نه و.»

د کنفرانس په اخر کې يو پريکړه ليک هم تاييد شو، چې ډير ټينګار په کې په دې خبره شوی و، چې د افغانستان دولت دې د سولې په عالي شورا کې د ښځو ونډه پياوړي کړي، چې له امله يې افغانان په دې وتوانيږي چې د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
XS
SM
MD
LG