د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د پاکستاني په ګډون اووه وسله وال نیول شوي



جلال اباد - د ننګرهار سرحدي پوليسو اووه تنه د دولت مخالف وسله وال نيولي. چارواکي وايي، نيول شويو کسانو د مقتدر الصدر په نوم د يوې ډلې مشر او د دې ډلې تر مشرۍ لاندې د ننګرهار په يو شمېر سيمو کې د دولت پر ضد فعاليتونه تر سره کول.


د افغانستان په ختيځ کې د لومړي نمبر لوا درستيزوال محمد ايوب حسين خيل د شنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، د کشفي او استخباراتي رپورټونو پر بنسټ د سرحدي پوليسو د شپږم کنډک موظفينو دغه اووه کسيزه وسله واله ډله نيولې ده:

((د غني خېلو په ساحه کې اووه نفره هغه [ترهګر] چې هغوی د بټي کوټ په ولسوالۍ کې تروريستي اعمال کول، خلک يې [تښتول]، د امنيتي ځواکونو په وسايطو يې حملې کولې، دوی نه غوښتل چې ولسونه په ارامه فضا کې ژوند وکړي؛ نيول شوي. او يو [کس] چې عمر يې تقريباً ۱۷، ۱۸ کالو ته رسېدلی، دوی ورباندې کار [کاوه] چې [ځانمرګې حملې] ته يې اماده کړي. دا هلک د پاکستان له کواټ سره تعلق لري.))

حسېن خيل زياتوي، له نيول شويو مخالفينو سره سپکې او درنې وسلې هم نيول شوي دي:

(( [له] دوی سره اته ميله وسله چې پینځه يې کلاشينکوف دي، يو راکټ دی، دوه ميله تمانچې دي او يوه عراده کورولا موټر هم ورسره نيول شوی دی. د دوی سرګروپ مقتدرالصدر نوميږي چې دا د وسله والو مخالفينو يوه قوي [ډله] وه. دی هم نيول شوی دی.))

ولسي وګړي خوښ دي چې سرحدي پوليس د هیواد دفاع کوي او ولس له بدمرغيو وباسي.

د توريالي په نوم د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکی وايي: ((موږ په خپلو امنيتي ځواکونو وياړو چې دوی پياوړي شوي دي او د دولت ضد د وسله والو فعاليتونو چې زيان يې ولس ته رسي، مخه يې نيسي. اوس چې سرحدي پوليسو يو ډله وسله وال نيولي موږ ډېر خوښ يو چې زموږ امنيتي ځواکونه زموږ امنيت ساتي.))

د يادولو ده چې په ننګرهار کې بټي کوټ يو له هغو نا ارامو ولسواليو ده چې وخت په وخت په کې د دولت ضد فعاليتونه کېږي. او له امله يې د تورخم - جلال اباد لاره د ترافيکو پر مخ په ساعتونو تړلې وي.

د سرحدي پوليسو چارواکي وايي، تر دې وړاندې يې هم په ياده سيمه کې د دولت ضد فعاليتونه شنډ کړي او هوډ يې کړی چې سرحدي پولې به له وسله والو مخالفينو پاکوي.
XS
SM
MD
LG