د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیت له پاره له جرګې سره مرسته کوو، پښتونخوا ګورنر


پېښور - د خيبر پښتونخوا ګورنر انجينر شوکت الله ويلي، په سيمه کې د امنيت ټینګښت له پاره به له جوړې شوې جرګې سره مرسته کوی.


د جمعې پر ورځ په پېښور کې د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ کې له جرګې سره تر لیدو وروسته ګورنر شوکت الله وويل، دوی د قبايلي اېجنسیو پوليټيکل اېجنټانو ته هدايت کړی چې د جرګې غړو له خوا له طالبانو سره د امن خبرو اترو په لړ کې همکاري وکړي.

د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د جمعيت علماء اسلام له خوا په وربلل شوي ټول ګونديزه غونډه کې ۸۷ کسيزه قبايلي جرګه جوړه شوې وه. دې جرګې ته له طالبانو سره د خبرو اترو واک ورکړل شوی دی.

بل خوا د تحريک طالبان پاکستان وياند د جمعې پر ورځ رسنیو ته ويلي، ټول ګونديزه غونډه يو غوره ګام دی خو دا چې دوی د خبرو اترو د عمل پر مخ بیولو له پاره د پاکستان پوځ د ځواب په انتظار دي.

تر دې ټول ګوندیزې غونډې څو اوونۍ مخکې عوامي نیشنل ګوند هم د پاکستان د ټولو ګوندونو غونډه وربللې وه او په کې یې په دې هیواد کې د روانې نا امنۍ ختمولو له پاره د سیاسي حل په اړه موافقه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي او په هغه هیواد کې هم له طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي چې تر اوسه یې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG