د لاسرسي ځای

تازه خبر

لشکر جنګوي د طالبانو خطرناکه تربرونه


 د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق
د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق


دي اټلانټېک نومي مجلې خپله يوه ليکنه په بلوچستان کې د شيعه هزاره ګانو د پرله پسې په نښه کېدلو مسالې ته ځانګړې کړې ده.

په مقاله کې راغلي، په پاکستان کې د مېشتو هزاره ګانو لپاره، چې يو ګڼ شمېر يې دغه هېواد ته له افغانستانه کډه شوي دي، له کوره د باندې وتل له وېرې ډک يو عمل جوړ شوی دی. شيعه هزاره ګان خپل ماشومان سکولونو ته نه شي لېږلی او هڅې کوي په دې يې پوه کړي چې خلک ولې د دوئ د قام د وګړو د مرګ تګي شوي دي.

د مقالې په ليکنه، هزاره ګان باوري دي چې د پاکستان حکومت د دوئ د امنيت په خوندي کولو کې هيڅ دلچسپي نه لري او ځينې خو يې بيا دومره وېرې اخيستي دي چې ګمان کوي د دوئ پر ضد د کيدونکيو خونړيو بريدونو تر شا د دې هېواد د امنيتي ادارو لاس دی.

په مقاله کې په کوټه کې د ۱۶ مې فبرورۍ د بمي بريد يادونه شوې چې وايي، ۸۵ خلک، چې تقريباً ټول يې هزاره شيعه مسلکه کسان ول، ووژل. مقاله زياتوي، له دغې يوه مياشت مخکې دې ته په ورته يوه پېښه کې ۹۶ هزاره ګان وژل شوي ول.

مقاله کاږي، هغه ډله چې د دغو بريدونو پړه يې پر غاړه اخيستې، د لشکر جنګوي په نوم ياديږي.

دا له سني مسلک سره د تړاو لرونکو سخت دريځو کسانو يو ټولګی دی، چې يوازنی هدف يې د پاکستان خاوره له شيعه ګانو پاکول دي. د دې ډلې وسله والو په پيل کې د عام وګړو پر تښتولو لاس پورې کړ. بيا به يې پر لويو لارو روان بسونو درول، شيعه مسافر به يې ترې کښته کول او وژل به يې. او دا مهال يې په شيعه مېشته سيمو کې درنو بمي چاودنو کولو ته مخه کړې ده.

په مقاله له ورکړل شويو شمېرو سره سم، له ۱۹۹۹ م کال را په دېخوا، د شيعه ګانو پر ضد شويو بريدونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ خلک وژل شوي دي. دغه راز د روان کال د دغه رقم بريدونو د قربانيانو شمېر له ۲۰۰ تنو څخه زيات ښودل شوی دی.

په مقاله کې ويل شوي، هزاره ګانو پر دوئ د کېدونکيو ظلمونو پر ضد احتجاجونه او ورته يې د ټول وژنې نوم ورکول پیل کړي دي.

مقاله دغه راز زياتوي، د پاکستان حکومت چې د هزاره شيعه ګانو د وژنو د مخ نيوي لپاره تر اوسه کوم ګامونه پورته کړي دي، د دوئ د تسلئ وړ نه دي ګرځېدلي. هزاره ګانو د کوټې ښار پآکستاني پوځ ته د حواله کولو غوښتنه وکړه خو پوځ په دې ويلو سره چې د صوبې د امن او امان په داخلي مسالو کې نه شي رادانګلی، ورباندې غوږ و نه ګراوه.

دا چې د پاکستان پوځ د لشکر جنګوي پر ضد ځکه کارروايي نه کوي چې وېريږي ترې، او يا دا چې سياسي مصلحتونه يې دغسې کولو ته نه پرېږدي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د مقالې په ليکنه، لا هم بې ځوابه پاته دي.
XS
SM
MD
LG