د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د حمزه بابا ۱۹ تلين ولمانځل شو



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د پښتو ژبې ستر صوفي شاعر او د غزل بابا اميرحمزه خان شينواري د نولسم ۱۹ تلين ياد غونډه نن د فرورۍ په ۱۹مه نيټه په ننګرهار کې تر سره شوه. دغه غونډه کې په ننګرهار ميشتو شاعرانو او ليکوالو سربيره د شينوارو يو شمير قومي مشرانو او دولتي چارواکو هم برخه لرله.

استاد اصف صمیم
استاد اصف صمیم
دغه غونډه چې د حمزه بابا کلتوري او فرهنګي ټولنې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته جوړه کړې وه، يو شمير ليکوالو د اميرحمزه خان شينواري په ژوند او فن مقالې واورولې. د غونډې دپيلدو تر مخه د حمزه بابا د علمي او فرهنګي ټولنې مرستيال ثواب الدين خاکسار مشال راډيو ته وويل:

« د حضرت حمزه بابا علمي او فرهنګي ټولنه چې د لر او بر پښتونخوا شاعران سره یو موټي کاندي، پښتانه سره يو موټي کاندي، او بلاخره حمزه بابا چې کوم افتخارات تر لاسه کړي، وخت په وخت د هغه يادونه ونه کړي.»

اورنګ صمیم
اورنګ صمیم
اورنګ صميم د افغانستان د اطلاعات فرهنګ د وزير راليږلی پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي وو:

« د اصطلاعات او فرهنګ وزارت منندوی دی چې په ننګرهار کې د غزل د بابا په ياد د سيمې او هيواد ليکوالو او فرهنګيانو د حمزه بابا ياد غونډه جوړه کړې ده. که څه هم بابا لوړې زده کړې نه درلودې، خو لوړه مطالعه يې درلوده چې پر مټ يې د هغه شاعرانه مفکوره او شاعرانه پيغام د ادب او هنر د ټولو لارويانو ګډه شتمني او منځپانګه شوه.»

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد لال پاچا ازمون په خپلو خبرو کې وويل، په کار ده چې د حمزه په نوم په افغانستان کې يو څيړنيز مرکز پرانستل شي.

« زه خو وايم چې د استاد حمزه په نوم دې اکيډيمي جوړه شی، د استاد حمزه په نوم دې ي، څيړنيز مرکز جوړ شي، د استاد حمزه په نوم دې د ادبياتو په پوهنځيو کې يو مضمون پرانستل شي، دومره اړتيا ده ورته. داسې غونډې خو لا ښې دي، چې څومره زياتې وي او د استاد حمزه د شخصيت څرګندونه په کې وشي چې ځوان نسل په دې پوه شي چې حمزه څوک دی. د حمزه په فن د پوهيدنې لپاره د دغسو غونډو جوړيدلو اړتيا ډيره زياته ده،»

استاد محمد اصف صميم وويل چې حمزه بابا د فکر او خيال تر څنګ د پښتني شعور د رابيدارولو لپاره هم د پام وړ کار تر سره کړی دی.

« د شعور د ودې لپاره چې حمزه څه ورکړي، هغه خو يوازې موږ د شاعر په توګه پيژنو، خو په هغه کې چې د پښتنو د کلتوري اهيميت له پاره کوم ارمان دی، له دين سره د مزبوتيا په تړاو چې کوم ارمان دی، ډير کم خلک په دې محور څرخيدلي دي. حمزه بابا هم د هنر خاوند و، هم د فکر خاوند و او هم د شعور د ارتقاع ارمانجن و.»

دغې غونډې ته د قبايلي سيمې لنډيکوتل نه هم يو شمير شاعران راغلي وو او خوشحاله و چې د حمره بابا په ياد غونډه کې ګډون کوي. د نيازعلي خاکسار په نوم يو تن چې د خيبر پښتو ادبي جرګې مطبوعاتي سکرتر دی، مشال راډيو سره خپل تاثرات دا رنګه شريک کړل:

« کله چې موږ ته دغه بلنې راوروسيدې نو موږ ډير خوشحاله شولو، چې په ننګرهار کې هم د حمزه بابا مينه وال، شاعران او يا ليکوال دا هڅې کوي چې دلته د حمزه بابا په ياد غونډې کوي.دا ډيره د وياړ او فخر خبره ده.»

د غونډې په اخر کې صابر شاه ساپي د حمزه بابا شعرونه په خواږه غږ زمزمه کړل چې يوه برخه يې دلته را اخلو.

« په سبا سبا دې زه دومره مين کړم
چې په هر سبا مې ستا پرون په کار دی
شوګيرې د خپل زنګون د پاسه خوند کړي
خو د خوب د پاره ستا زنګون په کار دی »

د شلمې پيړۍ نابغه شاعر امير حمزه خان شينواری د ۱۹۹۴م کال د فرورۍ په ۱۸ نيټه له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او په خپله پلرنۍ هديره لواړګی کې خاورو ته سپارل شوی.
حمزه بابا د خپل ژوند په اوږدو کې پښتو شعر او نثر ته د پام وړ کار کړی چې تر ننه هم د ارواښاد تشه چا نه ده ډکه کړې.

ياده دې وي چې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست چارواکي وايي د حمزه بابا شلم تلين به په سرکاری کچه د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې ونمانځي.
XS
SM
MD
LG