نجیب الله الوخیل –خوست
د خوست یو اوسېدونکی خزان ګل د دغه ولایت د یو شمیر فرهنګیانو او د مدني ټولنې فعالانو له لوري د هغه د غوره خدمتونو له کبله،چې په دا وروستیو لسیزو کې يې د خلکو د ژوندانه ښه کولو ،د پوهنې دودولو او کرهڼې او مالدارۍ د پرمختیا لپاره ترسره کړي دي، د یوه رښتنیني خدمتګار په عنوان ولمانځه.
د هغه په لمانځغونډه کې چې دويښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک په نووښت جوړه شوې وه، د خوست ولایت یوشمیر ټولنیزو او قومي شخصیتونو ،روڼ اندو،درسنیو خبریالانو او ګڼو فرهنګیانو برخه اخیستې وه.
په غونډه کې د خزان ګل خدمتونه په ډاګه کړل شول چې د خپل باوراو هڅو په مټ له بهرنیو هیوادونو او ډونرانو څخه د بسپنې په راټولو کې توانېدلی او په تېرو درېنیمو لسیزو کې ورباندې په لیرو او غرنیو سیمو کې د یوشمیر ښوونځیو لپاره، چې زیاتره يې د نجونو دې ودانۍ جوړې کړي،همدارنګه يې په بیلابیلو سیمو کې د باغونو جوړولو لپاره په لسګونو زره نیالګي ویشلي،چې دامهال هغه باغونه په میوو راغلي او خلک ورځنې ګټه پورته کوي.
خزان ګل پر بیوزلو او غریبو خلکو یو شمېر میږې ،وزې اوښان او نورڅاروي ویشلي چې خپل ژوند په خپله پر خپلو پښو ودروي.
د هغه د لمانځغونډې پر مهال عبدالکریم پتنګ وویل، ((چې خزان ګل د پوهنتون د زدکوونکو لپاره د دیرشو لکو روپیو کتابونه اخیستي، چې زدکوونکې او استادان ترې ګټه پورته کوي، او موږ یې هم د دې ولسي ښېګړې د ترسره کولو لمانځنه کوو.))
دخوست تلویزیون مشر روح الله سمون داکار پرځای او دستاینې وړ بولي او له نورو ټولنیزو او کلتوري بنسټونو هم هیله کوي، چې د ولسي خیر ښګېړې کارونه دې پر مخ یو سي.
خبریال الیاس وحدت وویل:((ما اوریدلي ول، چې پاچا خان به ویل ،چې د پښتنو په ژوندیو کې ښه وګړي نشته او په مړو کې يې بد نشته، خو دا ذهنیت اوس بدل شوی دی، د پښتنو په ژوندیو کې اوس تکړه کسان شته، پښتانه خپلو خدمتګارانو ته ناز ورکوي ،پرې ویاړي او ستايي يې.))
د مدني ټولنې فعال شهزادالله حمیدي وايي ،چې داډول ټولنیز خدمتګاران باید ولمانځل شي: ((زما په نظر که چیرې په پښتون میشتو سیمو کې دا ډول شخصیتونه ،چې عملاً خلکو او ولسونو ته په خدمت کولو بوخت وي، روغتونونه او ښوونځي جوړوي دهغوی باید لمانځنه وشي اودا ګامونه باید وستایل شي.))
غونډې ته په خپله وینا کې خزان ګل وویل، په دې لمانځنې سره يې د ژوندانه ډیرې هیلې ترسره شوې، ځکه دی اوس باور لري ،هرکله چې په پښتنو کې هم څوک دخلکو خدمت کوي ،نو دا احسانمنونکی ولس يې نه هیروي.
خزان ګل وویل له دې کبله ډیر خوښ دی ،چې په دې سره دژوندیو لمانځنه دودیږي او دا کار رښتیني خدمتګاران لا زیات کار او کوښښونو ته هڅوي. دنظر خاوند امیرشاه کارګر ،چې له ډیرو اوږدو کلونو داستاد خزان ګل نږدې ملګری پاتې شوی او د هڅو او کوښښونو په اړه يې ډیر مالومات لري، د ده په اړه په مختصره توګه داسې وايي.((سره له دې، چې خزان ګل په المان کې خپلې لوړې زده کړې سرته رسولي ، خو د هغو تحصیلاتو څخه په استفادې يې یوازې د هیواد په ګټه هماغه عمیقو کارونو ته هم ځان او هم نور هیوادوال متوجه کړي، چې له رفاه او پرځان له تکیه کیدنې راپیلیږي.))
دیادونې وړ ده په دې وروستیو کې ویښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک د خپلو مادي او معنوي امکاناتو په درلودلو یو شمیر ټولنیزې،علمي او کلتوري برنامې سرته رسوي.