د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې هم د بلوڅانو خراب مړي موندل کېږي



ظفر کریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د ورکو شوو بلوڅانو لپاره د چلېدونکي تحریک مشر قدیر بلوچ وایي، کراچۍ ښارته له بلوچستانه د ورکډه شویو بلوڅانو د تري تم کېدو یا ورکیدو لړۍ پېل شوې ده ـ

د دې ترڅنګ په دې ښار کې د بلوچستان څخه د تریتم شوو کسانو مسخ شوو مړو د موندلو لړۍ هم شورو شوې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو کې قدیر بلوچ وویل، د کراچۍ له سرجاني ټاونه د تېرې یوې نېمې میاشتې په موده کې له بلوچستانه د تريتم شویو ۷ بلوڅانو خراب شوي مړي موندل شوي دي ـ

((دا خلک د تربت، کوټې، خضدار او نورو علاقو نه پورته کیږي، کراچۍ ته راوړل کیږي او دلته د تفتیش وروسته هغوی وژل کیږي او مړي يې غورځول کیږي ـ وړمه ورځ موږ ته دوه نورمړي میلاو شو - له دې سره په تېره یوه نیمه میاشت کې له کراچۍ نه د بلوچستان د موندل شوو مړو شمیر ۷ تنو ته ورسېد))

د قدیر بلوچ په خبره درې ورځې مخکې چې د کومو دوه بلوڅانو مړي موندل شوي دي،دوی د اکتوبر په میاشت کې د بلوچستان له تربته پورته کړل شوي ول ـ

یاده دې وي د کراچۍ ښار په بیلا بیلو برخو کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د نامالومه وسله والو لخوا د وژل شوو کسانو د مړو د موندنې سلسله راروانه ده ، خو په مبینه توګه له بلوچستانه د ورکو شویو کسانو د مړو د موندنې پېښې له یادې شوې مودې مخکې کله مخې ته نه دي راغلي ـ

د سرجاني ټاون د پولیس مشر اعجاز راجپر وایي، د دوی د تاڼې له حدودو وخت په وخت مړي پولیسو ته په لاس ورځي ، څو ورځې مخکې د نعمت الله او اختر علي بلوچ مړي په لاس ورغلي ول، چې د پیژندګلو وروسته یې دواړه مړي وارثانو ته وسپارل.

((زموږ په سېمه کې زیات مړي غورځول کیږي ، یو خو زموږ علاقه زیاته ده، بل دلته ځنګل او دشته ده ـ او بل دلته نزدې دنادرن بای پاس سړک دی ـ دلته مړي موندل کیږي خو زه دا نه شم ویلې چې دلته د ورکو شویو کسانو مړي موندل کیږي ))

قدریر بلوچ زیاتوي په تېرو لسو ورځو کې دبلوچستان څخه کراچۍ ته راغلي ۵ بلوچان د ښار له ریس ګوټ، ډالمیا او ګلشن معمار څخه پورته کړل شوي دي ـ

((د بلوچستان له تربت او نورو سیمو څخه ځینې کسان کراچۍ ته د سبق ویلو لپاره ځي ـ لس ورځې مخکې د ریس ګوټ نه د تربت ۳ طالبعلمان پورته کړل شول، یو تن د ډالمیا او یو بلوچ سپینږیرۍ د ګلشن معمار نه اوچت کړل ش. اوس چې د بلوچستان څخه کوم بلوڅان کراچۍ ته ځي ، هغوی وړل کیږي او تفتیش ترې کیږي ـ مخکې په بلوچستان کې بلوڅان محفوظه نه ول، اوس په سند او کراچۍ کې هم محفوظ iنه دي ))

د بلوڅ تريیم کسانو لپاره غږ ( وایس فار بلوچ مسنګ پرسن) د مرستیال مشر قدیر بلوچ ادعا کوي چې د کراچۍ بلوڅان هم د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه راوچت شوي دي او د کراچۍ څخه د بلوچستان د بلوڅانو د ورکیدو او د هغوي د مړو ترلاسه کیدل د کراچۍ د بلوڅانو د ویرولو په موخه ترسره کیږي ـ

که څه هم قدیر بلوچ په دغو ټولو پېښو تور د پاکستان د استخباراتي ادارو او ایف سي ځواکونو لګوي، خو یادو دواړو ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG